‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍ايران وايي، سيند ته د افغان مسافرو غورځول، امريکايي ډرامه ده

0 578

ايران وايي، عسکرو يې هيڅ افغان مسافر نه وهلی او نه يې سيند ته غورځولی دی، بلکې دا يوازې د امريکا فتنه او ډرامه ده چې غواړي په دې توګه د افغانستان او ايران تر منځ اړيکې ترينګلې کړي.

د ايران د پوليسو مرستيال مشر قاسم رضايي نن هلته له رسنيو سره په خبرو کې وويل، د روانې مياشتې په پيل کې د افغانستان او ايران پولې ته څېرمه، هريرود سيند ته د افغان مسافرو د غورځولو کيسه د امريکا او افغان رسنيو ګډه ډرامه ده چې غواړي د ايران پر ضد نفرت خپور کړي.

ده وويل، نه دغه کيسه حقيقت لري، نه د ايران پوليسو څوک اوبو ته غورځولي، نه بايد په دې خبرو باور وشي، بلکې په خبره يې، ښايي افغانان به امريکا او هغو رسنيو ته چې دغسې خبرونه خپروي، ځواب ورکړي.

تېره اوونۍ د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی و چې د ايران او افغانستان حکومتونه به په ګډه دغه پېښه څېړي.

تر دې وړاندې ولسمشر غني هم امر کړی و چې دغه کيسه دې بابېزه نه بلل کېږي.

د ايران سرحدي پوليسو د روانې مياشتې په پيل کې هلته تللي شاوخوا پنځوس مسافر تر وهلو وروسته اړ کړي ول چې سيند ته ځانونه وغورځوي او په دې توګه يې له ډلې د اتلسو تنو جسدونه وموندل شول.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply