پنټاګون: پاکستان لاهم د طالبانو ترشاه ولاړ دی

0 881

د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون وایي پاکستان لاهم په افغانستان کې د تاوتریخوالي ترشاه لاس لري.  پنتاګان  د دغه هېواد کانګرس ته په درې میاشتنې استولي راپور کې ویلي سره له دې چې پاکستان په افغانستان کې د سولې په هڅو کې مرسته کړې ده خو لا هم په افغانستان کې د طالبانو د جګړې او روان تاوتریخوالي ملاتړی دی.

 په راپور کې راځي، داسې ښکاري چې پاکستان په افغانستان کې اوږدمهاله موخې لري، نو له همدې امله یې طالبان سولې ته هڅولي خو هېڅ وخت یې د تاوتریخوالي کمولو او اوربند ته نه دي هڅولي.

 سرچینه وایي  پاکستان لا هم د طالبانو لپاره خوندي مرکزونه لري او د حقاني شبکې له فعالیتونو ملاتړ کوي.

په راپور کې راځي دغه ډله په افغانستان کې په ګڼو خونړیو بریدونو تورنه ده، خو لا هم د پاکستان کلک ملاتړ له ځان سره لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply