د عامې روغتیا وزارت خلکو ته: په کور کې پاتې شئ روغتونونه ډک شوي

0 1,075

په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس ۵۳۱  نوې پیښې ثبت شوې.  په دې سره په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو ټول شمېراته زره او ۶۷۶ ته ورسید.

په کابل کې له نورو ولایتونو ډېرې ۲۷۴ پیښې ثبت شوې دي.

  په کرونا ویروس د نویو اخته شویو کسانو شمېر ښیی چې د ۱۰۰۷ شکمنو څخه یې ۵۳۱ مثبتې ثابتې شوې دي.

له دې ډلې ۲۷۴ په کابل، ۶۹ په هرات، ۵۵ په بلخ، ۳۵ په ننګرهار، ۲۶ په وردګو، ۱۵ په سرپل، ۱۴ په پروان ، ۱۲ په پکتیکا،۱۲ په خوست، ۷ په پکتیا، ۵ په لغمان، ۳ په فاریاب، ۲ په جوزجان، ۲ په فراه  او یوه هم په بادغیس ولایت پورې تړاو لري.

په دې سره په هیواد کې په کروناویروس د ټولو اخته کسانو شمېر ۸۶۷۶ ته رسیږي.

د  عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو مرستیال وحیدالله مجروح  وایي  تازه شپږ کسان له دې امله مړه شوي چې د کرونا ویروس له امله په هیواد کې د ټولو مړو شویو شمېر ۱۹۳ او د روغو شویو شمير ۹۳۸ ته رسیږي.

 وزارت خبرداری ورکوي چې روغتونونه ډک شوي او د ډله ییزې مړینو اندیښنه موجوده ده.

دعامې روغتیا وزارت ټینګار کوي چې په هیواد او ځانګړې توکه کابل کې به بیا محدودیتونه ولګوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply