افغانستان د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته څه وکړي؟

جنرال دولت وزیري

0 694

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستیو کې ویلي، دوی تر ۲۰۲۱م کال وروسته له طالبانو سره د بریا لپاره جګړه نه کوي.

ترمپ سمه خبره کوي دوی هغه څه چې اړین وو او پرې بریالی کیدل هغه یې نه کول. دوی پر پاکستان د طالبانو پر اصلي کور لازم فشار را نه وو. په هیواد کې د طالبانو پر ضد سم تبلیغات ونه شول.

ښاغلي ټرمپ په وار- وار یادونه کړې، چې امريکايي ځواکونه نور نه غواړي په افغانستان یا نورو هېوادونو کې د پولیسو رول ولولوي او ده ژمنه کړې چې خپل ځواکونه به کور ته ستانه کړي.

امريکايي چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په افغانستان کې غښتلی حکومت را منځ ته نه شو؛ په اداري فساد کې امریکایان هم شریک وو؛ د جګړې د ختمولو پر ځای د جګړې اوږدولو ته کار کیده؛ غیر مسئول وسله وال ازاد پريښودل شول؛ واک ټول د جنګ سالارانو په لاس کې شو؛ په هېواد کې د بيکارۍ پر ضد د مبارزې لپاره کار ونه شو؛ بنيادي کارونه ونه شول؛ له ټولو مهمه وسله وال ځواکونه چې څومره ضرور وه تقویه نه شول.

د دغو مسایلو تر څنګ هوايي، انجنیري، توپچي او کشف و استخباراتو ته سمه پاملرنه ونه شوه.
ولسمشر ترمپ د دې تر څنګ په خپلو خبرو کې وسلوالو طالبانو ته سخت اخطار ورکړی او هغه دا چې دوی تر اوسه د دوی پر ضد د بریالیتوب له پاره جګړه نه کړي. مانا دا چې سم دې شي او که نه بیا د 2001 په څیر منتظر اوسئ.
د امریکا دفاع وزارت تېره اوونۍ اعلان وکړ، چې له افغانستان څخه به د امريکايي ځواکونو وتل له مهالویش سره سم ترسره کېږي.

دغه وزارت دا اعلان هم کړی، چې د امريکايي پوځیانو شمېر به هغسې چې مخکې ویل شوي وو، ۸۶۰۰ ته راکم کړای شي.

که چېرې امریکایان په سیاسي او اقتصادي برخه کې مرسته وکړي او د افغانستان وسله وال ځواکونه تمويل، تجهیز او اکمال کړي، وتل يې تاثیر نه لري.

که چیرې د دوی زر تنه هم په هېواد کې وي دا په دې معنی ده چې له افغانستانه ملاتړ کوي. د وسله والو ځواکونو تجهیز او تقویه په ځانګړې توګه د هوايي، انجنیرۍ، توپچي او کشف و استخبارات ډیر اړین دي.

هوايي ځواکونه دلته کمزوري دي، که د هوايي ځواک په برخه کې ورسره مرسته وکړي او تقویه‌یې کړي، بیا دوی کولای شي چې خپل عملیات ترسره کړي. د امریکا متحده ایالاتو نظامي، سیاسي او مالي مرستو ته اړتیا ده.
د دې تر څنګ په هيواد د یولاس، مسئوول او نسبتا قوي حکومت رول هم زیات دی.

تر ټولو مهم د مخالفینو په ګټه د تبلیغاتو درول او د وسله وال پوځ او حکومت په ګټه د تبلیغاتو تقویه کول دي. په وسله وال پوځ کې د باتجربه افسرانو ټاکل هم رول لري. تر څنګ د سولې له پاره د سمو هڅو کول.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply