په څلورویشت ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۰۴زره پیښې ثبت شوی

0 642

په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له پنځو میلیونو کسانو لوړ شوی.

تراوسه دغې ناروغۍ په ټوله نړۍ کې څه باندې درې سوه زره کسان مړه کړي دي.

 د روغتیا نړیوال سازمان وایي په تیرو څلورویشت ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۰۴ زره ناروغان ثبت شوې دي.

 له امریکا، برتانیا او ایټالیا وروسته تر ټولو ډېر کسان د کرونا له کبله فرانسه کې مړه شوي دي.

د برتانیا عامې روغتیا وزیر مټ هنکوک وايي، هېواد کې د کرونا وېروس معاینې لپاره یوه نوې اله تجربه کېږي، چې په وینا یې په ۲۰ دقیقو کې به معلومات ورکوي.

 د انګلستان روغتیا وزیر وايي، ښايي له کرونا وېروسه د خلکو خوندي ساتلو واکسین چمتو کول ښايي یو کال یا یو نیم کال وخت ونیسي.

د اکسفورډ پوهنتون څېړوونکو د واکسین ازموینه پیل کړې، خو وروسته به معلومه شي چې دغه واکسین د وېروس مخنیوی کوي که نه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply