د لومړی ځل لپاره یوه ډنمارکی ته مصنوعی زړه نصب سو

د ډنمارکی منابعو څخه د زمري محقق ژباړه

0 1,096

که د یوی خوا و ژونکی ویرو سونو اوډول ډول طبعی آفتونو، د سترو ګواښونو سره مخامخ کړی یو
خو له بله پلو د علم او ساینس په برکت د نورو علومو تر څنګ د طب برخه کی په چټکی سره د پراختیا
: او پياوړتیا په لور چټک ګامونه اخستل کیږی دا یی هم یوه بیلګه
یو ډنمارکی ته مصنوعی زړه نصب شو
ډاکتر فین ګوستافن وایی د دی مصنوعی زړه په وسیله څوک نه شی کولای چی د فوټبال لوبه او یاه هم د کنګل پر سر نڅا وکړی.
تیره اونی د لومړی ځل لپاره یو ډنمارکی ته په (غیس هسپټال) کی مصنوعی زړه نصب سو .
دا مصلب د کوپنهاګن د سیمی یو مطبوعاتی اطلاعیه په ترځ کی څرګند سوی دی .
دا مصنوعی زړه چی ډنمارکیانو جوړکړی دی ، د ټولو نورو پخوانیو جوړ سو زړونو په پرتله، متکامله اوپرمختللی برسیرونه ګڼل سوی ده .
ډنمارک په شمالی اروپا کی لومړنی هیواد دی چی دا کار یی سرته رسولی دی خو په نړی کی یی په دغه هکله دریم مقام ګټلی دی .
ډاکتر ګوستافن وایی چی دغه عملیات د درو ساعتو په موده کی په بریالیتوب سره سرته ورسیدی .
دغه زړه کولای سی چی په یوه دقیقه کی پنځه لیتره وینه د وجود ټولو برخو ته ورسوی .اوپه یوه کال کی څلویښت ملیونه واره( ټکان خوری) یا حرکت کوی .
د نس څځه یو لین راوزی او په د باندی کی د بیټری سره وصل کیږی . ناروغ هیڅ دا فکر او احساس نه سی کولای چی په بدن کی یی مصنوعی زړه کار کوی .
د زړه نوموړی متخصص وایی چی پخوانی مصنوعی زړونو په وجود کی د وینی د ګټه کیدو یا په رګونو کی د وینی د بندیدو خطر درلودی خو دې مصنوعی زړه تقریبآ دا خطر له منځه وړی دی .
کله چی د بایسکل چلولو په وخت کی د زړه ضربان زیاتیدو ته اړتیا مومی نود پمپ ریتم په خپله زیاتیږی .
د ډنمارکی منابعو څخه د ز- محقق ژباړه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply