يو پښتون

عظم الدين عليمي

0 776

د PTM (پښتون ژغورنې غورځنگ) تر پيدايښت څو کاله مخکې مې لاندينی شعر هغه مهال ليکلی و چې پنجابي پوځ د ترهگرو ضد عملياتو په پلمه په پښتونخوا کې د پښتنو ځپنه پيل کړه:

زمـوږ نـيـکه زمـــوږ بـابـا زمـوږ ټـبـر يو دی
زموږ مذهب زموږ تاريخ زموږ کلچر يو دی
يوه مو ژبه يو مو دود اوسو يوه ځمکه کې
زموږ څپلۍ زموږ پگړۍ زموږ څادر يو دی
زموږ په غرونو کې مماڼې او گورگرې يوشان
زموږ څيړۍ زموږ ښونه زموږ نښتر يو دی
زموږ ويالې او کروندې او چينې يو رنگه دي
زموږ چنار زموږ سونځلې او گودر يو دی
منځ د امو او اباسين کې جغرافيا يوه ده
ورونـو قومونو تـه کابل او پيښور يـو دی
هم مو ننگيال هم مو غازيان هم تاريخي اتلان
هم مو کيسې هم حماسې هم مو شاعر يو دی
موږ په غمونو او ښاديو کې ملگري يو تل
زمـوږ لـرلـيـد او انـدېښنې او تفکر يو دی
زموږ هوجرو کې د سيتار منگي رباب موسيقي
يو شان نغمې غږوي ذوق مو د هنر يو دی
لروبر يو دي هيڅ غاصب يې بېلولی نشي
اوبـه پـه ډانـگ کله بېليږي دا نظر يو دی
د خلکو زور د الله زور دی ترې انکار نشته
خلک به ويښ شي ځان به يو کاندي باور يو دی
دا مصنوعي ناولې کرښې به ويجاړي کړي
غليمان پوه دي د افغان د ننگ ډگر يو دی
“عليمي” خدايږو پښتونخوا له مظلوميته ستړې
په يوه چيغه به راپاڅي که يې سر يو دی

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply