څه وليکم؟

عظم الدين عليمي

651
شـرمــيــدلـي تــور مـخــونـه لـيـونـي
پـر آنـلايـن کــوي گـواښـونـه لـيـونـي
دروازې يــې ټــکـــولــي د پــــرديــــو
وايي بـيـا کـانـدي جـنـگـونـه لـيـونـي
څلوېښت کاله يې ځورولي هيوادوال
تـش لـه رحـمـه کـاڼـي زړونـه لـيـونـي
دي مـعـتـاد پر ويـنـو څښلو د مظلوم
خــونـريـزۍ تــه مــلا تــړلـي لـيـونـي
جنگوي د زيارکښـانـو خـوار بـچـيـان
ژړوي مــيــنــدې پـلــرونــه لـيــونـي
له سـاړه بـاده سـاتـي خپل نـازولـي
مست خمار کړي عشرتونـه لـيـونـي
د غـــلا لـه بــرکــتــه پــه بـهــر کـې
لـري مال پيسې قصـرونـه لـيـونـي
د وطن د غلـيـمـانـو مـزدوري کـړي
ورنـه غـواړي مـنـصـبـونـه لـيـونـي
لـه هـيـواده تـښـتـوي سـولـه کـرار
ځـانـپـلـورلـي ټـيټ سرونه لـيـونـي
غږ کوم پـر اسلامي امـارت بـانـدې
چې کړي سم, ناسم کارونه ليـوني
ښوونځي پرانيزئ ژر پرمخ د نجونو
پـام چـې نـه کړئ ولـسونـه لـيـوني
د کار حق د ښځو هم پوره خوندي کړئ
چې خنثی شي تبلـيغـونه لـيـونـي
بـيـا تـکـرار د تجربـو تـېـرو ناکامو
کړي له عقله تش مـغـزونـه لـيـوني
ځينې وايي مرموز لاس د بل ناولی
کـنـي تـاسـې تـه کـنـدونـه لـيـونـي
درنه اخلي حمايت د خپلو خلکو
ورسـره دي پـلانــونــه لـيــونـي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.