ولسي جرگه/عظم الدين عليمي

0 721

ولسي جرگه يې نوم دی سم کلوب د بدمعاشۍ دی
لوي مـرکز د ځـانـغـوښـتـنـې د ملـي بې اتفاقۍ دی
يـو درجــن بـاډيـگـارډان وي د وکـيـل تـر شـا روان
څـه پرتم ورتـه بـخـښـلـی واردې دمـوکـراسـۍ دی 
د قانون پر الـفبـا بـانـدې پـوه نـه دي ځـيـنـې غـړي
بيا يې هم چاپير له زړه نـه محبت ددې چوکۍ دی
دا خـو ځـکـه چې بـاران پـرې لـه بهـر د پيسو اوري
هـر کـردار يـې پــه دسـتــور د بـادارۍ بـهـرنـۍ دی
د سـپـيـڅـلـي وکـيـل غـږ پـر غـوږو نـه لـري اغـېـز
د اغـېـز د څـښـتـن غـاړه کې ځنـځير د غلامۍ دی
يـو مــارکــيــټ دی د پـلــورنـې د پـيـرنـې د آرائـو
اخـذ فـروش يـې پـه ډالـرو مـنـډيي د رسوايی دی
د ولس بـاور بـايـلـلـی دی ځـان پـلـورو سـوداگـرو
حيثيت يې په انظارو کې ډېر ټيټ يوه روپۍ دی
د افغـان د حـق آواز تـه نـشـتـه ځـاي د اوريـدنـې
گران وطن نښتی دام کې د ابليس د شيطانۍ دی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply