د زړه بړاس

عظم الدين عليمي

0 579

که وطن ژغورئ نو په خپل منځ کې بخښنې وکړئ
ريښتينې غيږې ورکړئ سمې تېريدنې وکړئ
که په تېر وخت کې لټوئ د پېښو پټې ريښې
لاړ شئ هابيل هم له قابيل ځنې پوښتنې وکړئ
تاريخ به وليکي د هر چا ښه و بد يو مهال
د تـاريـخـپـوهــو پر ليکنـو مو بسنې وکړئ
د خلکو گټې که د ځـان له گټـو پورته گڼئ
مکر و ريا بس دی د صدق په لار تلنې وکړئ
ټاپې د کفر په سيندونو کې لاهو کړئ نورې
غم د راتـلـونـکـې ترقۍ او هوساينـې وکړئ
نه مو الله, نه مو انسان, نه مو جهان بخښي
د دين په نوم که چيرې بيا سرغوڅونې وکړئ
له فساد لاس واخلئ ملي شتمنۍ مه لوټوئ
نور د محتاجو هيوادوالو لاس نيونې وکړئ
سياستوالو د خيرات کچکول مو وغورځوئ
د خـپـل ټـاټـوبـي د ثـروت مـو پلـټنې وکړئ
ځانونه سيال کړئ په نړۍ کې له سيالانو سره
پر ځان بسيا افغانستان کړئ زيارايستنې وکړئ
زده کړه پر نر اوښځه فرض پوهه رڼا راوړي
د روښنايۍ موندو لپاره ښې څيړنې وکړئ
غوره دودونه د اجدادو کړئ خوندي او مصئون
له بشري ضد عنـعـنـو يې ځان ساتنې وکړئ
د انـسانـيـت لاره د مـيـنـې مـحـبـت لاره ده
کرکې لـه زړونـو نـه بهر او پيرزوينې وکړئ
د افغان خـاوره د اغـيـارو لـه يرغل وساتئ
د خپل امو ـ اباسين منځ کې تازه ژمنې وکړئ
“عليمي” هسې د خپل زړه بړاس راوايستلو
باور مې نه شي افغانانو که دا کړنې وکړئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply