څه وليکم؟

عظم الدين عليمي

624
زړه د اسيا کې څه اوږدې د زړه چاودون لارې شوې
کـرونـا ځـپـلـي لـره سـخـتـې د لـيـکـون لارې شوې
ژوندون ډېر تريخ دی د خوږو جوهر ترې کډه کړې
د خـوارو بـرخـې د دردونـو کـــړيــدون لارې شوې
د مـظـلـومـانـو بـچـي سـوځـي پکې لولپه شول
د اور له سرو لمبو يې ورکې د وتون لارې شوې
د سترځواکانو دسيسو لوي ماتمسراي جوړ کړی
پر گريوانو هميش د اوښکو بهيدون لارې شوې
افـغـانـسـتـان د غـارتـگـرو ورانـکـارۍ تـبـاه کړ
پـه فـسـادونـو کـې غـرقـابـې د سمون لارې شوې
د جنگ دوام ته يې وسيلې دې رنگارنگ موندلې
د نيواکگرو پر افغان هـيـواد د يون لارې شوې
بـيـړۍ روانـه د گـرداو پـر خـوا چـټـکـه درومي
لـه مـاڼـوگـانـو نه خطا د رسا تلون لارې شوې
د اتـحـاد واټ کې قدم نه ږدي رسوا سياسيون
پر نيواک خرڅې د يو ټينگ ملي تړون لارې شوې
کـڼـو شـپـنـو کـړې د لـيـوانـو خوراک خپلې رمې
وزې يوه خوا او پر بله خوا د شپون لارې شوې
د پـيـسو مـيـنـې ورنـه مينه د وطن هېره کړه
د مفسد خوښې د ډالـرو د افسـون لارې شوې
تـورې وهـي خـو لـه گـفـتـاره يې جهالت څاڅي
طالبي لارې د ښوونځيو د سوځون لارې شوې
اشغال راضي دی له فساد هم له جهاده ځنې
ولس تـه پـاتـې د فرياد او ژړيدون لارې شوې
تورو اوږدو شپو کې ځلا د يو سور ستوري نشته
پر افـغـان بـنـدې د سهار و سباوون لارې شوې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.