سيحون وړاندې راپور خپور کړی و چې هغه په کرونا اخته شوی دی او له ډېر وخت راهيسی د دې ډلې د رهبرۍ په غونډو کې هغه او سراج الدين حقاني نه ليدل کېږي او اوس ټولې چارې د ملاعمر زوی ملا يعقوب ته ورپاتې دي.

د دې تحريک يو مشر مولوي محمد علي جان احمد هم تائيد کړې چې مشر يې په کرونا ناروغۍ اخته شوی، خو د مرګ په اړه يې بې خبري ښودلې.

د فارن پاليسۍ د راپور له مخې هغه طالب مشران چې د قطر په دوحه کې يې له امريکا سره د سياسي هوکړې د لاسليک په مراسمو کې ګډون کړی اوس ناروغان دي او د يو شمېر هغو روغتيايي وضعيت خورا نازک ښودل شوی دی:«په دوحه کې د دفتر نږدې ټول غړي ناروغان دي

په ورته مهال دا اندېښنه هم مطرح شوې چې که چېرې دوی په دغسې بد وضعيت کې وي نو راتلونکې اونۍ به له افغان حکومت سره مخامخ مذاکرات څنګه پيل کړي او اوربند به څه ډول رامنځته شي؟

د رسنۍ د معلوماتو پر اساس د روژې مبارکې مياشتې، د اختر پيغام، د سولې په اړه د طالبانو مهمو ناستو او نورو مناسباتو لپاره د هغه د غږيز پيغام نه خپرېدو دغه شکونه واقعيت ته نږدې کړي دي.

د ملاهيبت الله د مرګ په اړه دغه اوازې ځکه خلکو ته واقعيت ښکاري چې په ورته ډول وړاندې هم طالبانو د پخواني مشر ملا عمر مرګ پټ ساتلی و او بيا افشا شو. د ملا هیبت الله مرګ به هم ځکه تر ډېره پټ پاتې نشي چې د جګړې، سولې او ژر پيلېدونکو بين الافغاني مذاکراتو په تړاو د هغه له غږيز پيغام پرته به څوک په بل هېڅ ډول د هغه په ژوند باور ونه کړي