د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، په اوس وخت کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې د مذاکراتو پيل ته خوشبین دی.

هغه واشنګټن کې خبریالانو سره خبرو کې ویلي، له کمکي اختر راوروسته افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه نسبي راکمه شوې ده، خو لا زیات کار ته اړتیا ده.

خلیلزاد د دواړو لوریو لخوا د بندیانو تبادلې بهیر ستایلی او ټينګار يې کړی دی چې مونږ اوس په ښه حالت کې یوو.

هغه زیاته کړې، زه هیله مند یم چې ژر تر ژره افغانستان کې سوله تامین او ثبات راشي