وزير، يوسفزۍ ته: د امريکا تور پوستي دې په ياد دي، خو خپل پښتانه دې له ياده وتلي

0 831

ملالې يوسفزۍ په امريکا کې له تور پوستو سره روان تاوتريخوالی غندلی او هغوی ته يې د انصاف غوښتنه کړې، خو د هغې دې غبرګون د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ، د غړو او ګڼو نورو پښتنو کلک غبرګون راپارولی دی.

د پي ټي ايم د رهبرۍ غړي علي وزير د امريکا تور پوستو ته د انصاف غوښتنې په اړه د ملالې ټويټ ته په ځواب کې ويلي چې د امريکا له تور پوستو سره زور زیاتی بلکل د غندلو دی او بايد ژر تر ژره پای ته ورسېږي خو له پښتنو او بلوچانو سره د زور زياتي او ظلم پر وړاندې هم بايد غږ پورته شي.

علي وزير د ملالې یوسفزۍ ټويټ ته ليکلي: «ښه ده له تور پوستو سره تاوتريخوالی بايد سمدستي پای ته ورسېږي، خو د سويلي اسيا د تر ټولو فاشېست رژيم له لوري له پښتنو او بلوچ لږه کیو سره هم بايد ظلم او زور زیاتی وغندل شي

علي وزير وړاندې ليکلي:«دغه کارونه دلته هره ورځ کېږي او تر امريکا لس ځله په بدتر ډول. لږ انصافداره اوسئ، رښتيني اوسئ او د ترهګر دولت ملاتړ ودروئ

د يادونې ده چې ملاله يوسفزۍ ځان د پښتنو لویه غمخواره بولي او ټول امتيازات هم ترلاسه کوي، خو د پاکستان له لوري په دې هېواد کې له پښتنو او بلوڅو سره د روان ظلم او تاوتريخوالي په اړه يې ځان غلی او چوپ نيولی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply