هغه ارمان، چې هماغسې ارمان پاتې شو

امید اڅک

0 748

 د غبرګولي د میاشتې په ۱۱ نېټه د ماشومانو د نړیوالې ورځې سره سمون برابره وه.

 د ازادي راډیو په ویبپاڼه کې مې د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت یو مایوسوونکی عنوان ولیده، د عنوان په لیدو سره مې ذهن په ناڅاپي توګه تقریبا ۳۰ دیرش مخکې د ماشومتوب، بدبختۍ او سرګردانه نا امیده ژوند هغه ورځې ته ولاړ، چې یو مشر په کې زموږ نسل ته د روښانه راتلونکي وړاندوینه وکړه، خو نن چې ګورم هغه وړاندوینه هماغسې وړاندوینه پاتې شوه.

د نجیب لله حکومت سقوط کړی و، زموږ د کلي او شاوخوا سیمو په اصطلاح مجاهدینو د نظام د سقوط سره سم، د لغمان ولایت په مرکز حمله کړې وه او هلته یې ټول نظامي تجهیزات چور کړي و او کلي ته یې راوړي و، په کلي کې یې هر ماښام په هماغه نظامي وسلو او مرمیو دخپلې میړانې نندارې وړاندې کولې.

 په لغمان کې د روسانو او کمونیستي حکومتونو پر وړاندې د جګړې په پرتله د حزب او جمعیت ترمنځ ډيرې جګړې شوې وې، ډيرو انسانانو په دغه جګړو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و، خو ددغه دوه ټوپکمارو ډلو ترڅنګ د حرکتیان په نوم یوه بله فرصت طلبه ټوپکماره ډله هم موجوده وه، چې د حزب او جمعیت ترمنځ به چې هره ډله په جکړه کې بریالئ شوه، حرکتیانو به د هماغې ډلې پلويتوب کاوه، چې  په همدې همدې کې یې د نجیب تر سقوطه خپل موجودیت حفظ کړی و.

په هر صورت، د نجیب الله د حکومت د سقوط په وخت کې د لغمان اړوند دولت حرکتیانو ته تسلیم شوی و، د همدې فرصت نه په استفادې سره حرکتیانو د لغمان مرکز د نظامي ذخیرو څخه ډيرې وسلې او نظامي تجهیزات چور کړي و، خو په ډير لنډ وخت کې د حزبیانو له خوا د مرکز څخه وشړل شول، د دوی ترڅنګ حزبیانو ته هم د نظام له پاتې شویو نظامي تجهیزاتو څخه ښه غوړه برخه رسیدلې وه.

وضعیت داسې و، چې د هر ماښام او د تیارو په خوریدو سره به د الیشنګ درې په هر کلي کې د پیکا، کله شین کوف، راکټ او ځینې وخت د مزائیلو  په وسیله اسمان تک سور و، په هغه وخت کې هغه څوک ډير قهرمان، غښتلی او زړور انسان و، چې په پیکا باندې یې ډيرې مرمۍ ویشتلی شوی، هر ماښام به زموږ د کلي او شاوخوا کلیو په اسمانونو د رسام مرمیو قطارونه جوړ و، داسې ډزې به روانې وې، چې زه یې په هیڅ ډول په کلماتو باندې نشم انځورولی.

ورو رور وضعیت بل ډول شو، هغه داسې چې هره شپه به  د ماښام په تیریدو او د شپې په پخیدو سره  د وحشت او ډار ځولۍ هم خوره شوه، چې د همدې مجاهدینو ځینې وسله والو به  کورونه غلا کول او د هر چا په کور کې به چې یو څو بوجۍ غنم یا وریجې پیدا کیدلې، هغه کور به ډير پیسه داره و او د غلو له خوا به لوټ تالان شو.

نتیجه دا شوه، چې په ټولو کلیو کې خلکو تصمیم ونیوه چې ټول په ګډه پهرې وکړي، د پهرې سیستم داسې و، چې په نوبت سره به هر چا د خپل کور له بام څخه چغې وهلې چې باخبر باخبر باخبر… او په لاس کې به یې یو ټیم و او هغه ټيم به یې په لرګي وهه، ددې مطلب دا و چې غله پوه شي، چې په دې کلي کې خلک ویښ دي.

زموږ د کلي په منځ کې د جومات ترڅنګ یو ځای و، چې خلکو به وستل باله، یعنې د ټولو کلیوالو د ټولیدو او په خپل منځ کې د ازادو خبرو اترو ځای همدا و.

یوه ورځ موږ په هماغه ځای کې تشلې کولې، شپه ښه نابوده تیره شوې وه، په کابل کې هم جګړې په خپل قوت سره روانې وې، مشرانو به بي بي سي اوریده او بیا به یې په خپل منځ کې د روان کړکیچ په اړه تبصرې کولې.

موږ به ورته کله غوږ ایښوده او کله به د خپل ماشومتوب په ناخبره دنیاګۍ کې لټ په لټ و، خو په همدې سهار مو د کلي یو مشر معلم صاحب غلام حسن موږ ته په اشارې سره وویل، چې زموږ عمر خو برباد شو، که ددې ماشومانو لپاره افغانستان جوړ او دوی له ژونده خوند واخلي!

همدا خبره مې ذهن کې هک شوه، په طمعه و، چې وطن جوړیږي او موږ به لکه د نورې نړۍ د انسانانو په څیر ژوند کو.

په خپلو سترګو مو د هاغه ټوپکیانو زوال ولیده، طالبان راغلل، هغه مجاهدین یې شر او فساد وبلل، دنیا توره تیاره شوه، هر څه په ټپه ودریدل، داسې غربت او  بیچاره ګي چې ولس به یې هیڅکله بیا تجربه نه کړي، خو ددې ټولو سره سره به کله کله طالبانو د هندوانو او خټکیو په پوستکو مستي ګانې کولې، دا نو په هغه وخت کې موږ ته د بډایینې او کبر ډيرې سترې کارنامې وې، ځکه چې موږ او ټولو خلکو به آن په کال کې هم د خپلې کورنۍ سره یوه دانه هندوانه یا خټکی نه خواړه، خو طالبانو به پرې مستي ګانې کولې.

 زموږ ښوونځي رسما په مدرسو بدل شول، لنګوټي مو په سر کړل، رسمي مدرسې مو شروع کړې، په کابل کې مو د مرکزي دارالحفاظ په تالار کې په اردو ژبه تقریرونه واوریدل، داسې ښکاریدل، چې په کامله توګه د خپل هویت دهیرولو په درشل کې و.

 په لومړي ځل مو د اسامه بن لادن نوم واوریده، عکسونه مو ورته ولیدل او ډيرې نورې خبرې چې که ولیکل شي نو کتابونه به ترې ډک شي…

امریکایان راغلل، نوی حکومت پیل شو، دغه دی اوس د دې حکومت هم شل کاله تیر شول، زموږ د ماشومتوب دوره هم تیره شوه، دا هر څه د سترګو په رپ کې تیر شول، دغی دی څو کاله ورسته به مو د ژوند د ډيرې برخې تله هم درنه شي، خو نه مو سوله ولیدله او نه هغه افغانستان چې هغه مشر یې وړاندوینه کړې وه، هماغسې جګړه روانه ده، هماغسې بدبختۍ دي، چې په هغه وخت کې مو تجربه کول، الیشنګ هماغسې د انسانانو قتګاه ده، هماغسې د بدبختیو شپې ورځې تجربه کوي، هماغسې ټول افغانستان مو په وینو سور دی، د قتلونو او د جګړې د دوام لپاره لا هم هماغسې انګیزې موجودې دي.

موږ چې وضعیت ته ګورو نو د هغه سړي جرئت نشو کولی، موږ خپلو ماشومانو ته د ښکلي، ودان او پرمختللي وطن زیری نشو ورکولی، زموږ هیلې هم مړې شوي دي، موږ ته نسبتآ عیني واقعیتونه ډير معلوم دي، لکه څنګه چې موږ ته تیر نسل خجالت او ملامت دی، له بده مرغه همدا تجربه به موږ هم راتلونکي نسل ته انتقال کړو، موږ هم پاتې راغلي یو، موږ هم هیڅ ونه کړل، زموږ همزولي هم د وطن په ورانونې اخته دي، زموږ همزولو هم فساد وکړ، چور یې وکړ، جاسوسي یې وکړه، له تیرو تجربو څخه یې ګټوره استفاده ونه کړه، ډير یې لاهم د هماغه پخوانیو پوج مغزو ګوډاګیو مفکرو لارویان دي.

نو په اخره کې باید ووایم چې وطن خو جوړ نشو نشو، موږ په دې نالیدلې دنیاګې زاړه شولو او ارمان مو هماغسې د ارمان په بڼه پاتې شو.

نور هیڅ په هیڅ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply