د یهودانو د پیاوړتیا او قدرت راز څه شی دی؟

ژباړن: امید اڅک  

0 1,287

د نړۍ په کچه د یهودیانو شمیر څومره دی؟ په ټوله نړۍ کې ټول ټال۱۴ میلیونه یهودان ژوند کوي، چې شپږ میلونه یې په امریکا، شپږ میلیونه یې په اسیا، دوه میلیونه یې په اروپا او سل زره کسان یې په افریقا کې میشت دي.

په نړۍ کې د ټولو مسلمانانو شمیر څومره دی؟

په ټوله نړۍ کې ټول ټال یو نیم میلیارد مسلمانان ژوند کوي، چې یو میلیارد یې په اسیا، څلور سوه میلیونه یې په افریقا، څلور څلویښت میلیونه یې په اروپا او پنځه میلیونه په امریکا کې ژوند کوي.

د ځمکې پر د مخ د ټول نفوس په هرو پنځو کسانو کې یو هغه یې د اسلامي نړۍ په یو هیواد کې ژوند کوي، یعنې د هر یهودې پر وړاندې ۱۰۷ کسه مسلمانان قرار لري.

له دې سره سره بیا هم ۱۴ میلیونه یهودیان د یو نیم میلیارد مسلمانانو څخه پیاوړي او قوي دي؟!

څه فکر کوئ؟

ولې؟

د توطئې د تحلیل له سناریو څخه لاس واخلئ، ډاډه ووسئ چې یهودیانو ته دغه موقعیت په مصنوعي توګه چا نه دی ورکړی.

داسې فکر هم مه کوئ، چې دا د انګلستان کار دی.

بلفرض چې انګلستان او امریکا له هغوی څخه ملاتړ کوي، بیا هم له ځان څخه دا پوښتنه وکړئ چې ولې؟!

په امریکا او انګلستان کې یهودیان له کوم نفوذ څخه برخمن دي، چې دغسې ستر دولتونه یې ملاتړ ته مجبور دي؟!

په دغه دولتونو کې مسلمانان ولې له دغسې نفوذ څخه برخمن نه دي؟! په دغه هیوادونو کې د مسلمانانو شمیر له یهودیانو څخه لږ نه دی، ښه نو چې داسې بیا ولې په امریکا کې د مهاجرو مسلمانانو د سیاسي او ټولنیز نفوذ  په نسبت د یهودي مهاجرو نفوذ ډير دی؟!

نتیجه:

د یهودیانو سره د امریکا، انګلستان او یو شمیر نورو هیوادونو د ملاتړ علت د یهودیانو  قدرت نه؛ بلکه د هغوی د ثابت قدرت معلول دی.

ولې؟!

په څو دلیلونو سره دغه مسئله ثابیتیدلی شي، چې څو هغه یې عبارت دي له :

په معاصر تاریخ کې:

آﻟﺒﺮﺕ ﺍﻧﺸﺘﯿﻦ ﯾﻬﻮﺩﯼ، ﺯﯾﮕﻤﻮﻧﺪ ﻓﺮﻭﯾﺪ ﯾﻬﻮﺩﯼ، ﮐﺎﺭﻝ ﻣﺎﺭﮐﺲ  ﯾﻬﻮﺩﯼ، ﭘﻞ ﺳﺎﻣﻮﺋﻠﺴﻮﻥ ﯾﻬﻮﺩﯼ او ﻣﯿﻠﺘﻮﻥ ﻓﺮﺩﻣﻦ ﯾﻬﻮﺩﯼ.

د طب په برخه کې:

ـ د پیچکاري د ستنې مخترع، بنیامن روبن  یهود دی

ـ د ماشومانو لپاره د پولیو د واکسین کاشف، یوناس سالک  یهود دی

ـ د وینې د سرطان ضد درملو کاشف،  ګرترود الیون یهود دی

ـ د زیړي د خطرناکې ناروغۍ د درملو کاشف،  بروخ بلومبرګ یهود دی

ـ د سفلیس ناروغۍ  د درملو کاشف، پل الریخ  یهود دی

ـ د عضلاني ناروغیو د درملو کاشف، الیه متچینکوف یهود دی

ـ د داخلي عضلاتو د غدو د ترشحي ناروغیو د درملو کاشف، آنرو شلي  یهود دی

ـ د تراپي ناروغۍ د پیژندنې کاشف، آرون بک  یهود دی

ـ د امیندوارۍ« حاملګۍ» ضد ګولیو کاشف، جورج پیناکوس یهود دی

ـ د بشر د سترګو د پیژندنې کاشف، ج. والد، یهود دی

د مور په خیټه کې د ماشوم د پیژندنې کاشف، ستانلي کوهن  یهود دی

د ګردو د دیالیزیس کاشف، ویلیم کلوفکام  یهود دی

د نوبل جایزې ګټونکي:

په تیرو یو نیم سلو کلونو کې د ۱۴ میلیونه یهودیانو څخه ۱۸۰ کسانو د نوبل جایزه ګټلې ده!

حال دا چې په یو نیم میلیارد مسلمانانو کې یوازې درې کسانو دغه جایزه اخیستې ده.

هغه اختراعات چې د بشر تاریخ ته یې بدلون ورکړ:

ـ د الکترونیکي دستګاهګانو لپاره د وړو حافظو «میموري» کاشف، استانلی نزور یهود دی

ـ د ځنځیري اتومي راکتور کاشف، نئو سزیلند  یهود دی

ـ د نوري کیبل کاشف، پیطر شولتز  یهود دی

ـ د لار ښود څراغونو کاشف، چارلز آلدر یهود دی

ـ د زنګ ضد فولادو کاشف، بنو اشتراوس  یهود دی

ـ د غږیز ناطق فلم کاشف، امیل برلینر یهود دی

ـ د ټلیفون د میکروفون کاشف، امیل برلینر یهود دی

ـ د ویډیو د متحرک تصویر د ثبت د دستګاه کاشف، چارلز جینزبرګ  یهود دی

پر نړیوال تجارت نفوذ:

ـ د پولو د مشهور او پیژندل شوي مارک څښتن، رالف لورن  یهود دی

ـ د څخاک د موادو د پیژندل شويو تولیداتو « کوکا کولا» څیښتن، رالف لورن  یهود دی

ـ  د لویس جین  مشر لوی اشتر اوس یهود دی

ـ د استار بروک مشر هوارد شولتز  یهود دی

ـ ګوګل مشر سرجی برین  یهود دی

ـ د ډل کمپیوټرونو د شرکت د شرکت مشر میشل ډل  یهود دی

ـ دنکی دوناکارن  یهود دی

د باسکین ـ رابینز نړیوال ځنځیري پلورنځیو مشر ایرو رابینز یهودی

د امریکایی دانکین مسول « د نړۍ په کچه پیژندل شوی برنډ دی» بیل روزنبرګ یهود دی

په نړیوال سیاست کې د  نفوذ خاوندان:

ـ هنری کیسینجر، یهود دی

ـ د یل پوهنتون رئیس ریچارد لوین یهود دی

ـ د امریکا د رزرو فیدرال رئیس، الن ګرینزپن، یهود دی

ـ ژوزف لیزرمن، یهودی

ـ مادلین البرایت، یهودی

ـ د امریکا د دفاع پنځلسم وزیر گاسپار واینبرگر  یهود دی

ـ د سنګاپور پخوانی لومړی وزیر داوید مارشال  یهود دی

ـ د شوروي د بهرنیو چارو پخوانی وزیر، ماکزیم لیوینو، یهود دی

ـ اسحق اسحق، د ټول استرالیا والي  یهود دی

ـ د انګلستان پخوانی لومړی وزیر، بنیامن دیزرائلی  یهود دی

ـ د روسیې پخوانی لومړی وزیر  یوګنی پیرماکف یهود دی

ـ امریکایي سیاستوال  بری ګلد واټر یهود دی

ـ د پرتګال پخوانی ولسمشر جور سمپائو  یهود دی

ـ د کاناډا د لومړي وزیر مرستیال  هرب ګری یهود دی

ـ د انګلستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر  میشل هوارد یهود دی

ـ د اتریش لومړی وزیر  برونو کرایسکی یهود دی

ـ د امریکا د خزانه دارۍ وزیر  رابرت روبین یهود دی

نړیوالې ډلییزې رسنۍ:

ـ د سي ان ان نړیوال رسنیز مرکز مشر ولف بلیتز یهود دی

ـ آی بي سي مشهورې خبرې رسنۍ مشر بار بارا والترز  یهود دی

ـ د واشنګټن پوست مشر اوجین مایر  یهود دی

ـ د امریکا ټایمز مجلې مشر هنري ګرونوالد یهود دی

ـ د واشنګټن پوست مشر کاترین ګراهام  یهود دی

ـ د نیویورک ټایمز مشر ژوزف لیلد  یهود دی

ـ  نیویورک ټایمز مشر ماکس فرانکل  یهود دی

ـ د Fox رسنیز ګروپ مشر  رابرت مرداک یهود دی

د بشردوستانه موسسو مشران:

ـ جورج سوروس  یهود دی

ـ والتراننبرګ  یهود دی

په امریکا کې د یهودیانو د  صنفي او مذهبي جوړښتونو شمیر له ۷ زره سازمانونو څخه ډير دی. هر یهودی په څو انجمنونو او NGO ګانو کې عضویت لري او فعالیت کوي، هر مسلمان په څو دانو سازمانونو او یا NGO ګانو کې عضویت لري؟

یهودي ماشومان له هماغه پیل څخه په خپلو ښوونځیو کې یو له یو بل سره یو ځای ډلییز کارونه زده کوي، نه دا چې بې ثمره درسي سیالۍ او په خپل منځ کې حسادتونه او داسې نور فضوله شیانو باندې تمرکز وکړي.

که له هغوی سره سیالي کول او  شکست ورکول غواړئ نو د مرګ پر یهودیانو او مرګ په نصریانیانو د تش  شعار په ځای د علم په جګړه کې ورسره ښکیل شئ…

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply