د ملکیت سند په ترلاسه کولو ژوند ته مې هیله پیدا شوه

لیکنه: حشمت ناصري 

0 455

۴۲ کلنه سیکنه؛ د یوه شپږ کسیزې کورنۍ مشره ده چې له خپلو دوو زامنو او څلورو لورګانو سره د کابل ښار په پنځمه څانګه کې ژوند کوي.

د سکینې خاوند په ځوانی کې وفات شو او سکینه یې له شپږو ماشومانو سره د ژوندانه له هرې ستونزې سره یوازې پرېښوده.

سکینه چې د کابل ښار په پنځمه څانګه کې په غیر رسمي سیمه کې ژوند کوي وایي: “۱۵ کاله کيږي چې دلته ژوند کوم. نه برق لرو او نه اوبه؛ له برق او اوبو پرته ژوند بې خونده او ستونزمن دی.”

دا چي سکینه دا 15 کاله څنګه تېر کړل وایي: “هره شیبه به ویره راسره وه چې کیدای شي دولت او یا هم کوم زورواکۍ زما کوړ شڼد کړي او له ماشومانو سره مې له دي ځایه وباسي.”

سکینه د لسهاو او سلهاو هغه نورو اوسېدونکو په څېر د خپلو ګاونډیانو د چلند په اړه وایي: “د رسمي سیمو اوسېدونکي تل به موږ ته په ټیټه سترګه کتل؛ نه به یې راسره مرسته کوله او هرې دروازې ته به چې لاړم ناهیلي به بېرته ستنه شوم.”

سکینه سربېره پردې چې ۱۵ کاله عمر یې په وېرې او تیاره کې تېر کړئ خو اوس هغې وشو کولای چې خپل کور د ملکیت سند ترلاسه کړي.

په هغه غونډه کې چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له خوا په ارګ کې ترسره شوه؛ د کابل ښار لس زره کورونو ته د ملکیت سندونه توزیع شول چې پدې غونډه کې یوه ګډونواله سکینه هم وه.

کله چې سند یې ترلاسه کړ سترګې یې له اوښکو ډکې وې: “هیڅ باور مې نه کیږي چې د کور سند مې ترلاسه کړ. د دې سند په ترلاسه کولو اوس زما ټولې اندېښتنې حل او د خپل راتلونکي او ماشومانو لپاره هیله منده شوم.”

د جمهور رئیس محمد اشرف غنی په لارښود، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غیر رسمي کورونو ثبت لړۍ په کابل، هرات، مزار شریف، قندهار، فراه، جلال آباد، بامیان او نیلي ښارونو کې پیل کړئ چې د دوو کلونو په تېرېدو څه باندې ۸۰۰ زره غیر رسمي کورونه سروې او ثبت او نږدې ۳۰ زره کورونو ته د ملکیت سندونه توزیع شوي دي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د افغان حکومت د پالیسۍ سره سم؛ ژمنه لري ترڅو غیر رسمي سیمې په رسمي بدلې، د رسمي او غیر رسمي سیمو تر منځ توپیر لرې، ملکیتونه خوندي او ښاري خدمات ټولو سیمو ته وړاندې  کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply