د هند نوموتي سندرغاړي عدنان سمیع پر ډاکتر ایاز نیازي برید غندلی

0 644

په هند کې مېشت مشهور سندرغاړي عدنان سمیع د وزیر اکبر خان جومات پر خطیب او مشهور دیني عالم ډاکتر ایاز نیازي برید غندلی او د هغه له کورنۍ سره یې غمشریکي کړې ده.

عدنان سمیع چې په هند، پاکستان، افغانستان او د نړۍ ګڼو نورو هېوادونو کې مینه وال لري، د ډاکتر ایاز نیازي د شهادت په مناسبت پخپل ټویټر پاڼه لیکلي: «د کابل په وزیر اکبر خان جومات برید چې په هغه کې ډاکتر ایاز نیازی ووژل شو، په سختو ټکو غندم. زه خپله غمشریکي له ټولو هغو کسانو او د هغوی له کورنیو سره شریکوم چې په دې وحشي برید کې وژل شوي دي

عدنان سمیع دا مهال د هند په ممبیي کې اوسېږي، خو په اصل کې د هرات ولایت دی او د هغه پخپله وینا، د شاه امان الله خان د حکومت پر مهال د هرات د والي محفوظ جان لمسی دی چې په ۱۹۲۸ کال کې د هرات والي تېر شوی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply