پاکستاني سوداګر خپل حکومت ته: بحران کې یوو، اجازه راکړئ له افغانستانه واردات وکړو

0 497

پاکستاني سوداګر خپل حکومت: بحران کې یوو، اجازه راکړئ له افغانستانه مېوې وارد کړو

پاکستاني سوداګرو له خپل حکومت غوښتنه کړې چې وضعیت بحراني دي او باید اجازه ورکړي تر څو  له افغانستان خپل هېواد ته مېوې او سبزۍ وراد کړي.

د پاکستان د کرنیزو محصولاتو د سوداګرو فدراسیون مشر ملک محمد علي ویلي، عمران خان ویلي وو، چې له افغانستان سره به سوداګري او ترانزیت ۲۴ ساعته کوي، خو لا یې خپله ژمنه نه  ده عملي کړې.

علي زیاته کړې، هېڅ وخت له ورته حالت سره نه وو مخ شوي او شدیده اړتیا ده چې له افغانستان څخه واردات پيل شي.

هغه ویلي، که چېرته له افغانستان څخه سبزي او میوې وارد نشي نو پاکستان کې به د میوو او سبزیو بیې نورې هم لوړې شي.

نوموړي غوښتنه کړې چې له افغانستان سره سوداګرۍ کې د سهولتونو د رامنځته کولو لپاره د پاکستان حکومت عاجل اقدام وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply