ایران یو ځل بیا له افغان کډوالو ډک موټر ایشتلی او سیځلی یې دی

0 593

د راپورونو پر اساس، د ایراني سپاه پاسداران ځواکونو یو موټر چې له افغان مهاجرینو ډک و، په مرمیو ایشتلی دی او ټولې سپرلۍ یې سوځېدلې دي.

راپورونه کاږي چې دې پېښه کې یو شمېر افغان کډوال شهیدان شوي او ځینې نور ټپیان شوي دي.

دغه پېښه نن مخکې له غرمې د ایران د یزد ښار په مهریز سیمه کې شوې ده.

ایراني چارواکیو ویلي چې موټر له زیاتې تېزۍ اور اخیستی دی، خو پېښه کې ټپي کسانو ویلي، چې موټر د ایراني ځواکونو لخوا ایشتل شوی دی.

بلخوا، د ایران په زاهدان کنسلګرۍ کې افغان کنسل مرتضی خرمي ویلي، دې موټر کې ۱۳ سپرلۍ وې چې ټول يې افغانان دي.

ایران کې د افغانستان سفارت هم یوازې د پېښې پخلی کړی دی؛ خو زیات جزییات یې نه دي ورکړي.

روژې میاشت کې هم ایراني ځواکونو خپله خاوره کې زیات شمېر افغان کډوال په زوره اوبو ته غورځولي وو، چې یو شمېر يې مړه شوي هم وو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply