اروپايي ټولنه: په افغانستان کې د نړۍ تر بل هر هېواد زيات ملکيان وژل شوي

0 614

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رونالډ کوبيا په يوه ټويټ کې يو وار بيا په افغانستان کې په روانې جګړې او ملکیانو ته په اوښتو تلفاتو اندېښنه ښودلې او دا ټول يې د وسله والو طالبانو له لوري د اوربند نه کولو لامل بللي دي.

رونالډ کوبيا پخپل ټويټر کې ليکلي:«د نړۍ تر بل هر هېواد زيات ملکيان په افغانستان کې وژل شوي او ټپي شوي دي. څلور برابره تر سوريې زيات. سوريه تر افغانستان وروسته په دويم مقام کې ده. پر دې ټولو سربېره هم تر اوسه اوربند رد کېږي؟»

 نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د ملکي تلفاتو په اړه د نړيوالو څارونکو بنسټونو په تازه راپور کې راغلي چې په۲۰۱۹ کال کې د نړۍ په کچه په افغانستان کې تر ټولو زياتو ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغو معلوماتو په اساس په دې کال کې په افغانستان کې ۱۰۳۹۲ ملکيان وژل شوي دي. ورپسې سوريه ده چې په همدې کال کې  په کې ۲۴۰۴ کسان وژل شوي دي او بيا ورپسې يمن دی چې ۳۲۱۷ کسان په کې وژل شوي دي.

نړيوالې ټولنې او په ځانګړي ډول اروپايي ټولنې په ځلونو له طالبانو د دې وضعيت ‌د پای ته رسولو لپاره د اوربند غوښتنه کړې چې تر اوسه هم رد شوې ده.

نړيواله ټولنه په امريکا هم ځکه انتقاد کوي چې له طالبانو سره د خپلو مرموزو معاملو د پرمخ وړو لپاره له هغوی سره د سولې خبرې په داسې حال کې پرمخ وړي چې نه پرې اوربند مني او نه پرې فشار راوړي، بلکې يوازې خپلمنځي هوکړې ته ترجيح ورکوي او د افغانانو ژوند ورته ارزښت نه لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply