پاکستاني ځواکونه د شپې په تياره کې له ډيورنډ کرښې خوست او پکتيا کې ته ډله، ډله طالبان او نور ترهګر را اړوي.
د سيمې اوسېدونکو وويل، د هوا له ګرمېدو سره مو ډله، ډله په وسلو سمبال طالبان د را اوښتو په حال کې ليدلي. د سولې خبرو باوجود په دې سيمه کې جګړه ګرمه شوې ده.
«د اغزن تار په اوږدو کې ځای، ځای دروازې جوړې شوې دي او د شپې په تياره کې پرې په وسلو سمبال ډلې، ډلې کسان افغانستان ته را اړوي. که مرکزي حکومت يې پر وړاندې اقدام ونه کړي قومونه به لاس په کار شي.»
په روژه کې په خوست، پکتيا او پکتيکا کې د پخوا خلاف د افغان ځواکونو په يو شمېر پوستو پرلپسې څو درانه بريدونه وشول او د دغو بريدونو د نوعیت په اړه د ځايي استخباراتي ادارو په پلټنو کې څرګنده شوه چې په ډيورنډ کرښه د پاکستاني ځواکونو له لوري د غځول شوي اغزن سيم په اوږدو کې ځينې ځايونه دروازې پرېښودل شوي او وخت ناوخت پرې وسله وال طالبان را اړول کېږي او په څو مواردو کې خو داسې هم شوي چې کله افغان ځواکونو دغه وسله وال په شا تمبولي نو هغوی په همدې دروازې بېرته خوندي ميرانشاه او نورو سيمو ته اوښتي دي.
د دوی د معلوماتو پر اساس، له همدې وجې ده چې په دې سيمه کې يو وار بيا جګړې زور اخيستی دی.
د پکتيا د ملي امنيت رياست يو چارواکي د نوم نه ښودو په شرط وويل، په روژه کې يو ناڅاپي په موږ د بريدونو د زياتېدو يو لامل په همدې دروازې افغان خاورې ته په خوندي ډول د وسله والو د را اوښتلو او بېرته تښتېدل و: «اول خو د بريد لپاره په خوندي ډول را اړوي او دويم کله چې يې موږ ورپسې واخلو بيا بېرته په همدغو دروازو شاتګ کوي، خو موږ ورپسې هاخوا ځکه نه نشو اوښتی چې بيا د خپلمنځي امنيت ساتلو څخه سرغړونه بلل کېږي. موږ څو ځله پاکستاني سرحدي ځواکونو ته شکایت وکړ، خو د چا چې تګلاره د ترهګرو تمويلول وي، نو کله له خپل دې کار څخه اوړي.»
په ورته مهال د خوست قومي مشر حکم خان ځدراڼ وويل، موږ څو ځله ولایتي ادارې او مرکزي حکومت ته د پاکستانی ملېشو د دې سرغړونې شکايت کړی دی: « که چېرې مرکزي حکومت او ولایتي اداره لاس په کار نشي بيا به موږ قومي مشران اقدام وکړو او هغه وخت د هر چا لاس خلاص.»
معلومات دا دي چې د سولې خبرو له جريان سره پاکستان په قبايلي سيمو کې بېرته د القاعده او نورو وسله والو ډلو روزنځايونه فعال کړي او پروګرام داسې دی چې د اوسني موسم توليدات به د راتلونکې مني موسم جګړې لپاره اماده کېږي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320