په دې ویډیو کې لیدل کېږي چې په بټي کوټ کې د طالبانو په وسله تون کې یوه بې پیلوټه الوتکه هم شته ده.

د ملي امنیت په اعلامیه کې ویل شوي: «دغه عملیات د ننګرهار په بټي کوټ کې د طالبانو د پخواني قوماندان په کور شوي دي چې ترې یوه اندازه سپکې او درنې وسلې، بې پیلوټه الوتکه، هاوان مرمۍ او دوه روزل شوي کسان نیول شوي دي.»

تر دې وړاندې په فراه او هلمند کې هم له طالبانو د بې پیلوټه الوتکو د ترلاسه کېدو خبرونه خپاره شوي دي. په فراه او هلمند کې دغه بې پیلوټه الوتکې د ایران جوړښت وې، خو په بټي کوټ کې د نیول شوې الوتکې د جوړښت په اړه تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویل شوي، خو ځایي اوسېدونکي وایي، دغه الوتکې د پاکستان جوړښت دي او د ننګرهار طالبان یې له قبایلي سیمو ترلاسه کوي او په افغانستان کې یې په جګړه کې کاروي.