د ترکیې حکومت وايي، د سلګونه هغه کسانو د نیولو امر يې کړی دی چې د دې هېواد د څوو کلونو مخکې پلان شوې کودتا کې يې لاس درلود.

د امریکا غږ د راپور پر اساس د ترکیې حکومت په تازه اقداماتو کې د ۴۱۴ کسانو چې اکثریت یې نظامیان دي د نیولو امر کړی دی.

حکومتي چارواکي‌ وايي دغه کسان د ۲۰۱۶ په ناکامې پوځي کودتا کې دخیل وو. چارواکي په امریکا کې مېشت د ترکیي یو مذهبي مشر فتح الله ګولن تورنوي چې دا کودتا یې پلان او تنظیم کړې وه. په دغې کودتا کې شاوخوا ۲۵۰ کسان ووژل شول.

د ترکیې دولتي رسنۍ انادول د سه شنبې په ورځ جون۹ (غبرګولي۱۹) د لوړ پوړیو چارواکو له خولې لیکلي دي چې چارواکو د فتح الله ګولن د غړو د نیولو لپاره او ځپلو عملیات پیل کړي دي.

د ترکیې په ۲۲ ولایتونو کې د دغو تورنو کسانو د نیولو عملیات پیل شوي‌ او تر دې دمه پولیسو ۱۶۰ کسان نیولي دي.

په استانبول کې یو څارنوال د ۱۵۸پوځي افسرانو، ډاکټرانو او ښوونکو د نیولو امر هم کړی دی چې تر دې دمه ۸۶ کسان یې نیول شوي دي. په یو بل فرمان کې د ترکیې د هوايي ځواکونو د ۳۲ غړو او په یو بل جلا فرمان کې د ۳۳ نورو پولیس افسرانو د نیولو امر هم شوی دی. دوی ټول تورن دي چې د ۲۰۱۶ په کودتا کې یې لاس لره.

په یو عملیاتو کې پولیسو د ترکیې د دیارباکیر په ښار کې د پوځ ۱۶ غړي نیولي او محکمې وار دمخه د دغو کسانو شپږ تنه زنداني کړي دي.

د ۲۰۱۶ له کودتا وروسته نژدې ۸۰زره کسان د محکمو پرېکړو ته منتظر دي او ۱۵۰زره نور ملکي کارکوونکي، پوځي پرسونل او نور کسان یا له دندو شړل شوي او یا یې دندې ځنډول شوي دي.