د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ارزونې او وړاندوینې ښیي، چې په دې ولایت کې د هندواڼو د پالیزونو د حاصل سږنۍ کچه به نږدې ۱۰۰ زره ټنو ته ورسیږي.
د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالهادي قرلق وایي، چې سږکال د هندواڼو پالیزونو لپار اقلیمي شرایط ښه و او دغه راز د هندواڼو کرکېله هم زیاته شوې ده. هغه وویل: «سږکال په نږدې درې زره او ۴۶۰ هکټاره ځمکه کې هندواڼې کرل شوې، چې د تولید کچه یې څه باندې ۱۰۰ زره مټریک ټنه اټکل شوې ده.»
تېرکال د کندز په درې زره او ۳۳۴ هکټاره ځمکه کې هندواڼې کرل شوې وې او د ارزونې له مخې له دغو کروندو څخه نږدې ۹۳زره او ۳۵۲ ټنه هندواڼې لاسته راغلل.
د کندز د کرنې رییس وویل: «سږکال د هندواڼو د کرکېلي کچه نږدې ۱۲۶ هکټاره زیاته شوې ده او په همدې توګه د اټکل له مخې د هندواڼو په تولید کې به هم نږدې اووه زره ټنه زیاتوالی راشي.»
د کندز د کرنې رییس زیاته کړه، چې سږکال د خټکیو پالیزونه هم نږدې ۱۷ هکټاره زیاته شوې ده. هغه وویل: «په روان کال کې د خټکیو د کرکېلي سیمې نږدې څلور زره او ۳۶۵ هکټاره او تولید یې هم نږدې ۱۰۲ زره او ۴۰۰ ټنه اټکل شوې ده.»
په همدې حال کې یوشمېر بزګران وایي، چې سږکال د هندواڼو او خټکیو د حاصلاتو کچه ډېر ښې ښکاري.
د ګل تپې ولسوالۍ یو تن بزګر ظریف چې ۲۸۰ جریبه ځمکه کې یې هندواڼې او خټکي کرلي وایي، چې سږکال به یې د حاصلاتو کچه ډېر وي. هغه وویل، چې په معمولي ډول سږکال یوه هندواڼه ۱۶ کیلو ګرام وزن لري. دغه بزګر د حاصلاتو پر زیاتوالي خوښ دی خو وایي: «موږ له دولته خواړو چې له موږ سره همکاري وکړي، ترڅو زموږ هندواڼې او خټکي په ټیټه بیه ونه پلورل شي او باید موږ ته سړې خونې جوړې شي تر څو موږ خپل محصولات د بازار اړتیاو ته په کتو بازار ته وړاندې کړو.»
په همدې حال کې د کندز د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې د دې ولایت بزګران ملاتړ شوي دي او په دې وروستیو کې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو د پلي کېدو چارې پیل شوي دي. د کندز د کرنې ریاست په خبره د پیازو د ۱۰۴زېرمتونونه، د کچالو ۱۵ زېرمتونونه، ۱۰۲ ممیزخونې او د سارک موډل صفر انرژۍ پنځه سړې خونې د جوړولو چارې پیل شوي چې، ټاکل شوې تر راتلونکو څو میاشتو پورې به یې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. خو باید وویل شي، چې دغه زېرمتونونه د هندواڼو او خټکیو د ساتلو ځانګړتیا نه لري.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320