لیبیایانو ته افغاني مشوره

عبدالحی قانت

0 627

په ۲۰۱۱ میلادي کال کې یو تونسي دکاندار بو عزیزي د بې کارۍ له امله د تونس په یوه کوڅه کې د خلکو په مخکې ځان ته اور ورته کړ.‌ دا مهال په تونس کې د زین العابدین بن علي‌ استبدادي حکومت کې د فساد او لوټ بازار ښه ګرم وو.‌ دولت کې کار د پیژندګلوۍ او د زین العابدین ګروپ سره د شناخت پر بنسټ وو، د لیاقت او استعداد په بنسټ کار اخستل هسې خوب وو. دا حال یواځې د تونس نه بلکې د شمالي افریقا د نورو هیوادونو لکه الجزائر، مراکش لیبیا او د منځنۍ اسیا د ډېرو عربو هیوادونو هم وو. د بو عزیزي ځان سوځول په دې منتج شول چې د تونس خلکو د زین العابدین بن علي د استبدادي حکومت پر خلاف پاڅون وکړ او دا پاڅون له تونسه مصر او له مصره سوریې، یمن او همداسې نورو ډېرو عربي هیوادونو ته وغځید.

له ۲۰۱۱ میلادي کال وروسته پر عربي نړۍ د عربي پاڅون ډېر تاثیرات پاته شول خو پر هر هیواد یې تاثیرات مخلتف وو. ځینو هیوادونو کې پاڅونوال وتوانېدل چې په دې هیوادونو کې استبدادي حکومتونو ته د پای ټکی کیږي او ځینې یې تر دې ورځې د پاڅونوالو او استبدادي حکومتونو په منځ کې په بد مرغه جګړه اخته دي. دا ډېر لوی بحث دی چې په دې پاڅون کې پاڅونوالو کومې تېروتنې وکړې او د واک په کدۍ ناستو مستبدو حکومتونو څونې ظلمونه وکړل خو دا واضحه ده چې تر دې مهال تونس یواځینی هیواد دی چې په سیاسي لحاظ یې له دې پاڅون څخه له ټولو زیاته استفاده کړې او د نسبي کامیابۍ په لور روان دی.‌

په لیبیا کې له ۴۲ کلونو څخه معمر قذافي د واک په کدۍ حاکم وو. په ۲۰۱۱ میلادي کال کې په عربي نړۍ کې دا عمومي پاڅون لیبیا ته هم وغځید او د لیبیا عام خلک د ځینو دیموکراتیکو سیاسي احزابو په مشرۍ د قذافي پر خلاف پاڅیدل. دا بېل او اوږد بحث دی چې په عمومي توګه د شمالي افریقا او منځني ختیځ په دې پاڅون کې د امریکا رول څه وو خو په لیبیا کې د امریکا پالیسي ډېره واضحه وه او غوښتل یې په هر قیمت چې وي باید قذافي د واک له کدۍ وغورځوي. همداسې وشول، امریکا د دیموکراتیکو ګوندونو د کومک لپاره لیبیا ته راغله او هدف یې تر لاسه کړ.‌ دا چې امریکا په ټوله اسلامي نړۍ کې د منافقت داسې سیاست مخته وړي چې نه غواړي په دې هیوادونو کې یو مرکزي او قوي حکومت منځ ته راشي، لیبیا یې هم د قذافي له مرګه وروسته پریښودله چې د قذافي د رژیم پاتې جنرالانو او د دیموکراتیکو ګوندونو تر منځ د جګړې مرکز شي. اوباما بیا کله وروسته دا هم ویلي وو چې دده د جمهوري ریاست د دورې له ټولو لویه تېروتنه شاید دا وي چې د قذافي له ختمولو وروسته یې دې هیواد کې په نظام جوړونه هیڅ پام ونکړ.

د خپلمنځیو جګړو نتیجه دا شوله چې په ۲۰۱۴ کې په لیبیا کې دوه حکومتونه جوړ شول. یو حکومت په شرق کې د خلیفه حفتر په مشرۍ چې ځان ته یې د “لیبیا ملي اردو” نوم ورکړ او بل په غرب کې د فایز السراج طرابلس حکومت چې د “د ملي مصالحې حکومت” په نوم یادیږي. دا حکومتونه لکه د افغانستان او نورو هیوادونو د جګړو په شان خپل شاته بین المللي او سیمه ایز هویتونه لري چې په سیمه کې د خپلو اهدافو لپاره دوی سره سیاسي ، نظامي او مالي کومکونه کوي. حفتر په لیبیا کې د روس، اماراتو، سعودي‌ او مصر په نماینده ګۍ جګړه کوي او په طرابلس کې د سراج حکومت چې ملګري ملتونه یې په رسمیت پېژني د قطر،‌ترکیې او په ښکاره ډول د امریکا په حمایت جګړه کوي. په داسې حالاتو کې مشکل دا وي چې یو له دې طرفونو هم د په ازاده توګه د ملت د ګټو لپاره فیصلې نه شي کولی ځکه په داسې کشاکش کې اکثر ملي ګټې د سیمې او نړې د نورو هیوادونو د ګټو لپاره قرباني‌ کیږي.

مونږ افغانستان کې ددې مشکلاتو زړه تجربه لرو. د افغانستان د دې بد مرغه جګړې پیل له هغې ورځې شوی چې د شوروي وفادارو یارانو پردۍ جګړه د افغانستان خاورې ته داخله کړې او تر ننه مونږ پکې سوځو. لیبیا هم همداسې حال کې ده. دوی به هم په کلونو جګړه وکړي او بیا به لکه د افغانانو وروسته له میلیونونو انسانانو له وژلو دې ته اړ شي چې سوله وکړي‌ او دا بدمرغه جګړه د یو بل په منلو حل کړي.

د سیاست علماء په دې نظر دي چې هیڅ دولت تر هغې مهال اقتصادي پرمختګ ته لار نشي پیدا کولی تر څو یې چې خپل سیاسي مشکلات نه وي حل کړي. سیاست د اقتصادي پرمختګ لپاره په یو هیواد کې د چلونکي‌ حیثیت لري او چې ښه چلونکي ونلرې نه شې کولې چې سالم اقتصادي رشد وکړې.

د لیبیا د دړو په منځ کې ډېرو هیوادونو د سولې کوښښونه وکړل، له ټولو اوسنی کوښښ د مصر د حکومت د سولې پیشنهاد وو چې د طرابلس حکومت رد کړ.‌ د مصر د سولې کوښښ ډېر مشکلات پر دې درلودل چې تر ډېره حده یو طرفه وو او د طرابلس حکومت ته باید هم د قبول وړ نه وای خو د لیبیا او ورته نورو هیوادونو یواځینی حل سوله ده او داسې یوه سوله چې هیواد د پرمختګ په لور رهي کړي. دا هیڅ هیواد کې هم ممکنه نه ده چې یو ګروپ دې بل ګروپ له هیواده وباسي، په ګډه نظام چلولو،‌ یو بل زغملو او شریک کار کولو کې د ټولو هیوادونو خیر دی.

څومره به ښه وو که زمونږ د هیواد سیاسي قیادت د سولې په اهمیت د امریکا د جګړې په پیل کې پوه شوي وو او په ټولو طرفونو، علماوو، سیاسیونو، مخورو او مشرانو په یوه خوله له امریکا غوښتي وو چې مونږ ستاسي ډالر او تش په نوم ډیموکراسي نه بلکې سولې ته اړتیا لرو.‌ اوس شاید ډېر دنګ ځوانان ژوندي وای خو… کاااش…

د لیکوال په اړه: عبدالحی قانت
د مالیزیا په نړیوال پوهنتون کې د سیاسي علومو محصل دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply