د تاجیکستان پارلمان پرېکړې کړې، هغه کسان چې په ناغېړۍ او بې غورۍ کې نورو ته د کرونا وایروس لامل ګرځي، له دوو تر پنځوو کلونو بند محکوموي.

د راپورونو پر اساس، هغه کسان چې بیا قصدآ نورو ته کرونا انتقال کړي، په لس کاله بند محکومېږي.

د تاجیکستان پارلمان د پرېکړې پر اساس، هغه افراد چې ټولنیز واټن نه مراعتوي او ماسک نه اغوندي، ۲۸ امریکايي ډالر نقدي جریمه کېږي.