ترکیې له کرونا سره د مبارزې او ددې وایروس د مخنیوي لپاره افغانستان سره د طبي توکو مرسته وکړه.
د ټي ار ټي خبري آژانس د راپور پر اساس، ترکیې د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې د افغانستان سره چې د کرونا ویروس پکې په چټکۍ سره د خپریدو په حال کې دی د طبي توکو ، مصنوعي تنفس ماشینونو یا وانتیلاتورونو ، د ویروس د تشخیص د کیتونو، درملو او ماسکونو مرسته وکړه.
د ترکیې د روغتیا وزارت د ولسمشر رجب طیب اردوغان په هدایت افغانستان ته طبي مرستې چمتو کړې.
نوموړې مرستې د پوځي الوتکې په ذریعه افغانستان ته واستول شوې. د مرستو په صندوقونو چې د ترکیې او افغانستان بیرغونو شتون درلود د مولانا جلال الدین هغه وینا هم چې ویلي دي د ناامیدۍ تر شا ډیرې زیات امیدونه نعښتي دي لیکل شوې وه.
همداشان د مرستو په صندقونو د ترکیې نه د افغانستان خلکو ته محبت ډالۍ کوو هم لیکل شوي وو.
په استول شوو مرستو کې د مصنوعي تنفس ماشینونه یا وانتیلاتور، سربیره یو زیات شمیر نور طبي ماشین آلات ، ۳۰ زره د ویروس د تشخیص کیتونه، ۵۰ زره جراحي ماسکونه او ۲۵ زره ان ۹۵ ماسکونه هم شتون لري.
د ویلو ده چې ترکیې تر اوسه پورې د نړۍ د ۱۲۵ هیوادونو سره د طبي توکو مرسته کړې ده.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320