امنیت شورا: طالبانو تېرو دوو اونیو کې ۸۹ ملکیان شهیدان کړي

0 551

د افغانستان ملي امنیت شورا وایي، وسله والو طالبانو د تېرو دوو اوونیو په اوږدو کې هم د تېر په څېر تاوتریخوالي ته دوام ورکړی، چې په نتیجه کې یې د هیواد په ۲۹ ولایتونو کې ۸۹ ولسي وګړي شهیدان او ۱۵۰ نور زخمیان شوي دي.

د امنیت شورا خبرپاڼه کې ویل شوي، د یاد شویو ولسي وګړو لویه برخه د سړک غاړې په بمي چاودنو او هدفي بریدونو کې شهیدان او زخمیان شوي، چې زیات شمیر یې په کندهار، کابل او سرپل ولایتونو کې دي.

خبرپاڼه کاوي، دا ملکي مرګ ژوبله په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د سولې په هڅو کې تر پخوا پرمختګونه ډېر شوي او د توقع سره سم باید افغان او مسلمان وژنه درېدلې وای.

امنیت شورا وایي، د ولسي خلکو هدف ګرځول او هغوی ته ضرر رسول، د ټولو انساني، دیني، مذهبي او جګړییزو اصولو خلاف عمل دی، چې طالبان یې په دوامداره توګه مرتکب شوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply