دیني عالمان، څوک او ولې یې په نښه کوي؟

اسدالله ولي

0 975

د سولې خبرو له پیل سره د افغانستان څلویښت کلنه جګړه یو نوي او خونړي پړاوو ته اوښتې، جګړه داسې وحشي او خونړۍ شوې، چې هیڅ ډول ارزښتونه او پولې نه پیژنې. دا جګړه اوس د پټو، مرموزو او وحشي استخباراتي کړیو لاسته لویدلې چې د خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره له هیڅ ډول وحشت او بربریت څخه دریغ نه کوي.

د هیوادپالو، رښتینو او جیدو علماوو، قومي مشرانو او علمي کدرنو وژل او د مسلمانانو تر ټولو مقدس ځای د خدای (ج) په کور او په روغتونونو کې چاودنې او بریدونه کول ددې جګړې تر ټولو وحشي او ناوړه اړخ دی. چې د بهرنیو استخباراتي کړیو لخوا د دوی د لاسپوڅو ترهګرو په لاس ترسره کیږي. استخباراتي کړۍ په ځانګړي ډول  ISI ددې ډول کړنو په ترسره کولو سره غواړي، د خپلو راتلونکو شومو موخو ته د رسیدلو لپاره لار هواره کړي، ځکه دوی غواړې طالبان یو ځل بیا د هیواد واک ترلاسه کړي او هر هغه څوک چې د دوی د لارې خنډ ګرځي او د دوی افراطي مفکوره او طرحه ننګوي، په ځانګړي توګه هغه دیني عالمان چې خلکو ته حق بیانوي، د اسلام رښتینې تبلیغ کوي او د دوی د جګړې مشروعیت ننګوي، له مخې لېري کړي.

زما په اند په دې کار سره دوی غواړي لاندې موخې ترلاسه کړي:

1.      د بانفوذه او هیوادپالو وګړو چې د هیواد ملي ګټې او ارزښتونه ورته لومړیتوب لري او هیڅکله نه غواړي چې د ملي ارزښتونو پر سر معامله وکړي په بیلابیلو نومونو تورنول، ګواښل، له واکه لرې او حتی وژل کېږي.

2.      د هغو جیدو او رښتینو دیني علماوو وژل او له مخې لېرې کول چې د دوی افراطي فکر ننګوي او په راتلونکې کې یې د خپلې لارې خنډ بولي.

3.      د برید له ترسره کیدو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د خپلو ګوډاګیانو په واسطه د حکومت او امنیتي بنسټونو تورنول تر څو خلک پر دوی شکمن کړي او باور یې زیانمن کړي.

4.      د ولس او دولت، د منبر او ارګ ترمنځ  فاصله رامنځته کوي او ولس پر خپل دولت بې باوره کوي.

5.      دا ډول بریدونه د داعش ترسیوري لاندې تر سره کول ترڅو له طالبانو سره د سولې وروسته د داعش په نوم جګړې اوږدیدو ته زمینه برابره شي او د داعش پروژې ته پراخ تبلیغاتي کمپاین کول.

6.      په هیواد کې مذهبي او فرقه یي جګړو ته لمن وهل، ترڅو په هیواد کې د سني او شیعه په نوم د جګړې یو بل ډګر پرانیزي.

په داسې حالاتو کې دولت ته پکار دي، ترڅو خپل امنیتي بنسټونه پیاوړي کړي په ځانګړي توګه کشفي او استخباراتي بنسټونه له فاسدو، خاینو او غیرمسلکي کسانو څخه پاک کړي او پرځای یې مسلکي، هیواد او ولس ته ژمن او پاک کسان وګماري؛ ځکه دا استخباراتي جګړه ده او په توپونو او ټانکونو نشي ګټل کیدای.

دولت باید د هغو دیني علماوو، قومي مشرانو او نورو علمي کدرونو امنیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي چې د هیواد د دښمنانو لخوا په نښه شوي او غواړي لمنځه یې یوسي.

د هیواد مشهور جوماتونه، تیکه خانې، دیني او فرهنګي مراکزو امنیت ته باید ځانګړې پاملرنه وشي او د جمعې او اخترونو د لمونځونو او نورو دیني او فرهنګي غونډو څخه مخکې باید خامخا یو ځل وپلټل شي.

دولت او کشفي ارګانونه د داسې پېښو له پلټلو باید سرسري تېر نشي، عاملین یې په نښه د اسنادو او شواهدو سره له ولس سره شریک شي.

په اخر کې شهید مولوی عزیزالله مفلح او د وروستیو پیښو ټولو شهیدانو ته جنتونه او ټپیانو ته عاجله شفاء غواړم خدای دې وکړي چې په هیواد کې رښتینې او تلپاتې سوله راشي، نورې افغانې میندې بورې،  میرمنې کونډې او بچیان یتیمان نشي.

د یو سوکاله او پرمختللي افغانستان په هیله!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply