کورونا، افغانستان ته څومره پیسې راغلې څومره لګول شوي او د څو ژمنه شوې؟

محمدامین کمالپوري

0 1,248

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي له کله راهیسې چې په هرات کې د کورونا وېروس لومړی مثبته پېښه ثبت شوې دې وزارت ته ۱۵ میلیونه ډالر ځانګړې شوې وې چې د دوی په وینا له دې پیسو د روغتیايي درملو، ولایتونو ته د درملو او تجهیزاتو د لیږلو لپاره ترې ګټه واخېستل شوه.

د دې وزارت اداري او مالي مرستیال شفیق‌ الله شهیم نن د دوشنبې په ورځ (د جون ۱۵/د غبرګولي ۲۶) په کابل کې یوه خبري غونډې ته وویل، په داسې حال کې چې نړیوال بانک له افغانستان سره د څلورو کلونو لپاره د ۱۰۴ میلیونه ډالرو مرستو ژمنه وکړه چې ۵۱ میلیونه یې د روان کال لپاره دي او دا پیسې به د روغتیايي چوپړونو لپاره په درېیو ډولونو ولګیږي:

“۲۱ میلیونه ډالر به د هغو غیردولتي موسسو له لارې چې په ولایتونو کې کار کوي ولګیږي او ۲۳ میلیونه به یې د یونېسف له لارې او پاتې ۷ میلیونه ډالر به د روغتیا د نړیوال سازمان له لوري ولګیږي.”

همدا راز دی وايي اسیايي بانک هم ۴۰ میلیونه ډالرو د مرستو ژمنه کړې چې لا یې هم اداري کارونه روان دي او دا هم درې برخې لري، لومړی هغه یې په لسو ولایتونو کې د ځینو روغتونونو، وارډونو لپاره ځانګړې دي او په ۳۱ ولایتونو کې  د بیړنیو حالاتو لپاره نوي وارډونو جوړولو لپاره ځانګړې دي. دوه نورې برخه یې چې دارو، تجهیزات او میکروب ضد درمل دي  د ملګرو ملتونو د یو شمېر ادارو(یونیسف او ډبلیو اېچ او) له لارې مصرف شي. 

شهیم زیاتوي شاوخوا ۱۵۵ میلیونه ډالرو مرستو ژمنه شوې چې هغه کې نړیوال بانک، د اسیا پراختیايي بانک او د افغانستان د مالیې وزارت شامل دی چې په ده کې ۳۶ میلیوه ډالره لګول شوي.

د روغتیا وزارت مرستیا وايي،  له افغانستان سره  یو شمېر نورو بنسټونو لکه د اسټرالیا سفارت،د واکسین نړیوالې ټولنې، د کارپوریشن نړېوالې ټولنې، د ملګرو ملتونو ادارې،ګلوبل فنډ، یو.اېن.ډي.پي او ‘ډي.اېف.ای ډي’ وې چې یا یې مرسته کړې او یا یې ژمنه کړې.

همدا راز دی د ځینو هېوادونو او ادارو د طبي وسایلو مرستې هم یادوي لکه چین، روسیه، متحده عربي امارت،ترکیه،ایران، قطر، هند، پاکستان او د یونیسف ادارې، یو شمېرمحصلینو او سوداګرو چې کړي دي.

د کورونا وېروس تازه حال                                           

په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېر شپه او ورځ کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کورونا وېروس ۱۵۵۷ مشکوکې پېښې معاینه کړي چې له ډلې یې ۷۶۱ یې مثبت راغلي چې په دې سره ټولټال ۲۵۵۵۷ ته لوړې شوې.

دا وزارت وايي په تېر شپه او ورځ کې کوویډ-۱۹ ناروغۍ ۷ تنه مړه کړي چې ټولټال شمېره  ۴۷۸ ته ورسېده او په دې موده ۳۶۵ تنه ترې روغ شوي چې د ټولو روغو شویو شمېره له ۵زرو لوړه ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply