هدفي وژني او ترشایې د طالبانو اهداف

سیدعبدالله پاچا

0 509

له هغې ورځې چې د امریکا متحده ایالتونو له طالبانو سره په قطر کې هوکړه وکړه، دا ډله په دې هوکړه کې مکلف شوې چې نور به تاوتریخوالی او جګړه نه کوي.

خو لکه څنګه چې ټولو ته مالومه ده چې د دې ډلې له وسلې او وینې تویدنې پرته یوه ورځ هم نه تیریږي، نو له همدې کبله یې هدفي وژنې پيل کړي او هغه کسان یو ـ یو په نښه کوي چې د اوسني نظام ملاتړ کوي.

طالبان خپلواک نه دي، خو امریکا او نړیوالو تر فشار لاندې راوستي، چې باید نور جګړه پای ته ورسوي او د جمهوریت د دوام لپاره دې سوله وکړي.

امریکا او نړیوال په هیڅ صورت سره نه غواړي چې بیا دې طالبانو نظام واکمن شي، هغه نظام چې هم ترې افغانانو ژوند نه و او هم نړۍ ته ګواښ و.

اوس چې طالبان په جګړو کې سخت وځپل شول، ووژل شول، هیڅ یې لاس ته را نه وړل، اوس غواړي چې یوه د اوړو پوزه ځان لپاره کیږدي او سوله وکړي.

دا سوله لس کاله مخکې هم افغانانو غوښتله، خو طالب سولې ته زړه نه ښه کو او د اشغال په پلمه یې جګړې ته دوام ورکو.

خو اوس چې اشغالګرو سره هوکړه شوې، بیا هم د طالب جګړه دوام لري، د ځینو پېښو مسوولیت مني او د ځینو پېښو هیڅ مسوولیت نه مني.

که تاسو له امریکا سره تر هوکړې وړاندې د طالبانو ټویټر تعقیب کړی وي، هره ورځ به یې د لسګونو پېښو مسوولیت منه، خو اوس چې هوکړه شوې، جګړه کوي، ماین چاودنې او ځانمرګي بریدونه کوي، خو مسوولیت یې نه مني.

لامل دا دی چې طالبان له امریکا او نړیوالو ډار لري چې داسې نه شي د سولې تړون ورسره بیرته فسخه کړي، طالب له یوې خوا په سوله مجبور دی او له بلې خوا له خپلو بادارانو مجبوریت  لري او جګړې ته یې دوام ورکړی.

طالب امریکا او نورو نړیوالو ته د تاوتریخوالي د کموالي راپور ورکوي چې دوی او ملګري یې جګړه نه کوي، د ټولو پېښو مسوولیت نورو ډلو باندې اچوي او د هیڅ پېښې مسوولیت نه مني.

له بلې خوا خپلو بادارانو، روسیه، ایران او پاکستان ته د جګړې او قتلونو د هرې ورځې راپور ورکوي او د ټولو پېښو مسوولیت هغوی ته راپور ورکولو کې مني.

دا د طالبانو دوه مخې ده او دا یې مجبوریت دی، ځکه طالب څو ځایه خرڅ شوی او له هر یو هېواد جلا جلا مجبوریتونه لري.

طالب کرایي قاتل دی او د هر هغه هېواد لپاره قتلونه او جګړې کوي، چې هغه هېواد یې وغواړي، خو په دومره توپير چې طالب د ځینو مسوولیت مني او د ځینو هیڅ نه مني.

له کومې ورځې چې امریکا سره هوکړه شوې، طالب هدفي وژنو ته ملا تړلې، په ځانګړي ډول دینی علماء په نښه کوي او مسوولیت یې نه مني، دا هغه دیني علماء دي چې د نظام ملاتړ کوي او د طالب جګړې ته جنایت وایي.

طالب د دې لپاره چې امریکا او ملګرو ملتونو ته ځان ژمن وښيي د دې بریدونو مسوولیت نه مني او کله کله یې ان حکومت باندې اچوي، خو ټولو ته مالومه ده چې طالب تر دې سخت او درانه وحشتونه کړي، نو بیا ولې له دې منکر کیږي، خوښکاره خبره ده چې طالب له مجبورې ورځې اوس وحشتونو باندې چوپ دی او مسوولیت نه مني، خو قتل او جګړه د دوی پیشه ده.

له هدفي وژنو او په ځانګړي ډول د علماوو په نښه کولو څخه د طالب هدف دا دی چې پر حکومت باندې د خلکو فشار زیات کړي، تر څو په سوله کې د طالبانو هر ډول غوښتنې د جګړې د بس لپاره ومني، خو خلک د سولې لپاره یو قیمت لري چې د جګړې پای ده او کله چې له طالب سره په سوله جګړه پای ته نه رسیږي، بیا سوله هیڅ مانا نه لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply