زموږ د ژوند لویه موخه څه ده؟

میلاد احمد حیران

0 1,089

زموږ د ژوند لویه موخه څه ده؟

څنګه کولای شو د خپل ژوند لپاره یوه ځانګړې موخه وټاکو؟ 

موخه یا هدف د هغو هیلو او امیدونو ټولګه ده، چې موږ یې د خپل ژوند لپاره ټاکو او دغه پدیدې ته د رسېدو لپاره یو ځانګړی وخت مشخصوو، چې باید په همغه ټاکلي وخت کې ورته ورسېږو.

زموږ موخې درې اړخونه لري؛ لومړی لنډ‌ مهال موخې، چې هغې ته باید د یوې ورځې یا یوې اونۍ په جریان کې ورسېږو. دویم ډول منځنۍ موخې دي، چې هغې ته باید له یوې اونۍ څخه نیولې بیا تر یوې میاشتې او یا یو کال پورې ځان ورسوو. درېیم ډول لویې موخې دي، چې هغه له یو کال څخه نیولې بیا زموږ د عمر تر پایه پورې دوام کوي، چې باید یو وخت ورته ورسېږو.

زموږ د ژوند لویه موخه د الله (ج) عبادت او د هغه (ج) د رضا تر لاسه کول دي؛ خو د دې تر څنګ موږ باید د دې لپاره چې د لوی خدای عبادت په سمه توګه وکړو، په ټولنه کې د نورو د اوږو بار ونه ګرځو او د نورو لاس ته احتیاج ته پاتې نشو. باید خپل ژوند او چارې په داسې توګه تنظیم او برابرې کړو، چې ټولو موخو (لویو، متوسطو او کوچنیو) ته رسېدنه پکې وکړای شو.

کله چې په خپل ژوند کې مشخصې او ځانګړې موخې ولرو؛ نو په شپه او ورځ، رڼا او تیاره، سختۍ او اسانۍ هر ډول شرایطو کې خپلو موخو ته د  رسېدو لپاره زیار کوو. دلته ده، چې زموږ ژوند به منظم او خپلو موخو ته به په ډېره اسانۍ سره ورسېږو.

که راشو دې ته، چې څنګه کولای شو د خپل ژوند لپاره ځانګړې موخې وټاکو؛ نو ویلای شو، چې هغه وخت موږ کولای شو د ځان لپاره ځانګړې او مشخصې موخې وټاکو؛ کله چې د خپل ژوند ټول مسوولیت ومنو او په دې اړه فکر وکړو، که سبا ورځ شرایط او حالات بدلون مومي زموږ د ژوند بېړۍ به په کوم ساحل باندې لنګر اچوي او په څه ډول حالت کې به شتون ولرو؟؟؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply