ولسمشر: د مهمو سیمه ییزو موضوعاتو په اړه هند سره مشورو ته دوام ورکوو

0 545

ولسمشر غني د هند لومړي وزیر او د هغه هيواد جمهوررئیس ته په جلا پیغامونو کې د هند د خپلواکۍ ورځې مبارکۍ پیغام کې ویلي، افغانستان به مختلفو موضوعاتو کې له هند سره خپلو مشورو ته دوام ورکړي.

په دې پیغامونو کې راغلي: خوښ یم چې افغانستان او هند تل د پراختیا او د خپلو دوستانه اړیکو د پیاوړتیا لپاره ګټورې هڅې کړې دي او هند د نږدې دوست په توګه د افغانستان د لاسته راوړنو او پرمختګونو ملاتړ کړی او له هېڅ ډول همکاریو یې دریغ نه دی کړی.

همداراز جمهوررئیس غني د مبارکۍ دې پیغامونو کې لیکلي دي: د افغانستان خلک له هند او د هغه هیواد خلکو سره په خوښۍ د دوستۍ او خپلو نېکو او ښو اړیکو یادونه کوي او ترې خوښ دي.

جمهوررئیس زیاته کړې، د افغانستان دولت هند جمهوریت خپل نږدې ستراتېژیک او متحد بولي او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د لا زیاتې پراختیا او له دې هیواد سره په مهمو سیمه ییزو موضوعاتو کې به خپلو مشورو او همغږۍ ته دوام ورکړي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply