پاکستان په کراچۍ کې د افغانستان د روغتیایي توکو کاروان درولی دی

0 726

پاکستان په کراچۍ کې د طبي وسایلو هغه کاروان درولی چې افغانستان ته راتلو او په کې د کرونا د ازمویلو کېټونه بار وو.

افغانستان کې د خصوصي روغتونونو یو شمېر مسؤلینو ازادي راډیو ته ویلي، که دولت دا ستونزه حل نه‌کړي، د درملو او د طبي تجهیزاتو د کمښت له امله به بشري ناورین رامنځته شي.

د امیري روغتون مشر میرویس امیري وايي: “ټول خصوصي روغتونونه له دې ستونزې سره مخ دي، ځکه چې د هند هوایي لار بنده ده، زموږ ټول ماشینونه چې د تنفسي سیستم، لابراتوري تجهیزات او د کرونا ناروغانو درمل په‌کې شامل دي باید د تورخم او کراچۍ له لارې راوارد شي، خو له درې اوونیو زیاته موده کېږي چې کراچۍ کې یې درولي دي. د ناروغانو شمېر ډېر دی ځکه باید وسایل ژر تر ژره افغانستان ته ولېږدول شي ترڅو وکولای شو د انساني ناورین مخه ونیسو.”

پاکستان دغه راز همدا اوس د افغان صادراتو پر وړاندې خپلې دروازې تړلې دي او هره ورځ افغانانو ته مالي زیان اړوي.

اوس یې په یوه او بله بهانه د طبي وسایلو محموله درولې او په داسې حال کې چې ورځ تر بلې ورته په افغانستان کې اړتیا ډېرېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply