امریکا له افغانستان سره د کرونا لپاره ۴۲٫۵ میلیون ډالر مرسته کوي

0 517

عامې روغتیا وزارت وایي، امریکا ورسره کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ۴۲.۵ میلیون ډالر مرسته کوي.

د دې وزارت له لوري په خپره شوې ویناپاڼه کې راغلي، چې دغه اعلان د افغانستان لپاره د یو ایس ای ډي ادارې عمومي مسوول پیتر نتیلو د چهارشنبې په ورځ د عامې روغتیا سرپرست وزیر احمد جواد عثماني سره د ویډیو کنفرانس له لارې کړې ده.

عامې روغتیا وزارت وایي، ټاکل شوې دوی دغه مرسته د لابراتوراونو د پراختیا لپاره ولګوي او دغه راز کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې په نورو لومړیتوبونو کې به یې مصرف کړي.

د عامې روغتیا وزیر ادعا کړې، چې کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې له افغانانو سره د نړیوالې ټولنې د مرسته شوي هر ډالر ځواب ویونکی دی.

دغه مرسته داسې مهال کېږي چې افغان حکومت تازه د پیسو نړیوال صندوق څخه د ۲۲۹ میلیون ډالر پور غوښتی او تر دې وړاندې هم د دغو مرستو څو چنده راغلي، خو د دغو مرستو په مصرف کې په نه شفافیت خلک انتقاد کوي او وایي، په دې پیسو کې فساد شوی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply