ډيلي بېسټ: خليلزاد غواړي کابل طالبانو ته حواله کړي

0 821

ډيلي بېسټ د يو امريکايي استخباراتي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې خليلزاد په دې بوخت دی چې کابل د سرو زرو په لوښي کې طالبانو ته تسلیم کړي او له همدې امله طالبانو ته د جګړې ګټلو احساس زیات شوی دی او له امريکا سره د سولې هوکړه ليک تر لاسليک وروسته يې خپل ټول پام افغان امنيتي ځواکونو ته اړولی او هره ورځ په اوسط ډول څلوېښتو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړوي.

دې خپرونې ليکلي، چې له طالبانو سره د مذاکراتو له پيلولو سره سم نوموړي د طالبانو په ګټه څرګندونې پيل کړي او په وينا يې، نوموړی غواړي له ټرمپ څخه اخیستې د سولې معامله بریالۍ کړي.

تر دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم په امريکا کې پر نوموړي توندی نيوکې وکړې او هغه يې وايسرا ياد کړ او ادعا يې وکړه چې د سولې په خبرو کې له افغان حکومت څخه جزيات پټ ساتي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply