افغانستان کې د امریکايي سرتیرو شمېر راکم شوی

0 580

د امریکا د مرکزي ځواکونو قومندان جنرال کینټ مکنزي په افغانستان کی خپلو سرتیرو شمېر د راکمولو خبر ورکړی.

ښاغلی مکنز ویلي چې د امریکايي سرتیرو شمېر له وسله والو طالبانو سره د شوي هوکړې له مخې راکمیږي.چې په وینا یې امریکا له طالبانو سره د شوي تړون له مخې سمه مخته تللې ده.

د امریکا او طالبانو د توافقنامې تر لاسلیک مخکې چې د روان کال د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه دوحه کې لاسلیک شوو په افغانستان کې د مېشتو امریکايي سرتیرو شمېر شااوخوا ۱۳ زرو ته رسېدی.

د یادې هوکړې له مخې ټاکل شوې وه چې په ۱۳۵ ورځو کې په افغانستان کې د امریکا يي ستریرو شمېر په تدریجي ډول ۸۶۰۰ ته راکم شي.

د دوحې د هوکړې له مخې طالبانو ژمنه کړې چې له افغانستان څخه به هېڅ یوه ترهګره ډله امریکا ته ګواښ نه پېښوي.

همدغه راز ویل شوي دي چې طالبان به هغو کسانو ته چې امریکا او د امریکا متحدینو ته ګواښونه پېښوي، د پاسپورټ، ویزو او سفر نور امکانات نه برابروي.

د امریکا د مرکزي ځواکونو قومندان جنرال کینټ مکنزي ویلي چې دوی طالبان څاري چې په وینا یې که ژمنې عملي کړي او شرایط برابر شي امریکا به افغانستان څخه خپل ټول سرتیري وباسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply