د حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو غړي په کرونا اخته شوي

0 566

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی د سټیفانو پونتي کورفو وایي، کرونا ویروس د سولې بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.

سټیفانو پونتي کورفو ویلي، د افغان سولې بهیر د دواړو لوریو د مرکچي پلاوي ځینې غړي په دې ناروغۍ اخته شوي دي او دا به دا پروسه له سختو ستونزو سره مخ کړي.

نوموړی وایي، که څه هم دې ویروس دا پروسه له ستونزو سره مخ کړي خو دا ستونزه به د مرکچي پلاوي په جوړښت کې د کوم ژور بدلون سبب نه شي: ((له افغان حکومت سره یې په دې تړاو خبرې کړي او هغه څوک چې په دې ناروغۍ اخته دې له قرنطین وروسته به د قطر مرکز دوحي ته د سولې خبرو لپاره ولاړ شي.))

خو افغان حکومت رسماً تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او تر دې وړاندې یې ویلي، هر وخت چې زمینه مساعده شوه د دوی پلاوی مخامخ خبرو ته اماده دی. طالبانو هم تیاری ښودلی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply