د عامې روغتیا وزارت د مرکزي ګدام معتمد د اتیا زره امریکایي ډالرو رشوت اخیستو پر مهال لاس په لاس ونیول شو.

لویې څارنوالۍ وایي، دغه معتمد هغه مهال ونیول شو چې د محافظتي شرکت له قرار دادي څخه یې پیسې اخیستلې.

نیول شوي کس لومړی درې سوه زره ډالر رشوت غوښتی و، خو وروسته بیا په اتیا زره ډالرو قانع شوی.

د لویې څارنوالۍ په خبره، دغه کس د مختلفو بنسټونو او روغتیا وزارت د کار مسوولینو د سترګو په وړاندې نیول شوی دی.