د سولې مخامخ مذاکراتو د ځنډ مهم عوامل روښانه شول

0 1,367

کابل ته د باجوه وروستی سفر او په عاجل ډول د سولې خبرو د پرمختګ لپاره له موقت حکومت سره هوکړه، سمدستي د نشه يي توکو او وسلو قاچاقبرانو او د لويو بريدونو د طراحانو خوشې کول او د بهرني سياست محدوديت شرطونه وړاندې شول.

د ولسمشر غني په هغې خوشبينۍ هم دريمه اونۍ د اوښتو په حال کې ده، چې د مخامخ مذاکراتو د پيل لپاره يې له ښو خبرونو سره غوټه کړې وه.

د پاکستان د ناراضۍ له وجې هغه ګډه اعلاميه هم تر اوسه خپره نشوه چې ټاکل شوې وه د باجوه تر سفر وروسته د افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزارتونو له لوري نشر شي.

کابل ته د پاکستان د پوځ تر سفر دوه ورځې وروسته ولسمشر غني اتلانتيک شورا ته د افغانستان د سولې ليدلوري د تشريح کولو پر مهال وويل، د سولې لپاره استعفا هغه تېروتنه وه چې ډاکتر نجيب الله وکړه او افغانستان په يو ځل ليدل شوي فلم بيا وخت نه ضايع کوي. ظاهراً دغه غبرګون د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه هغې غوښتنې ته ځواب و چې د سولې او د مذاکراتو ميز ته د طالبانو له راوستو سره يې تړلی دی.

د معلوماتو له مخې دا ځل ټينګار پر دې دی، چې که دقيق موقت حکومت نه منل کېږي، نو اوج ته د سولې خبرو له رسېدو سره سم دې ولسمشر غني استعفا ومني او په دې توګه دې حللارې ته غاړه کېږدي. ولسمشر غني ورته په ځواب کې ويلي: «افغانستان د سولې خبرو لپاره تر اوسه ډېر انعطاف ښودلی، نور وخت دی چې د سولې عملي پروسه پيل شي او د سولې خبرو تر بريالي کېدو وړاندې په دې سناريوګانو بحثونه د وخت ضايع کول او د افغانستان بربادي ده، زه د تاريخي مسووليت له مخې د بربادۍ په نسخه لاسليک نه کوم

د پاکستان لوی درستيز سره د ولسمشر غني تر کتنې وروسته د ارګ پر فېسبوک پاڼه په خپاره شوي خبر کې وويل شول: «د یادونې وړ ده چې په دغه کتنه کې د بحث شویو موضوعاتو او جزئیاتو په اړه ګډه اعلامیه به د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو له لوري خپره شي.» خو تر اوسه دغه اعلاميه خپره نشوه او د پاکستان غوښتنو ته د غاړې نه ايښودو له وجې ښايي هېڅ خپره نشي.

پاکستان ټينګار کوي، تر هغو چې يې غوښتنې ونه منل شي طالبان د خبرو ميز ته نشي راوستی او له همدې وجې د هغه تر تلو وروسته په ولايتونو کې جګړې زور اخیستی دی.

د قطر دفتر او کوټې شورا په تشکيلاتو کې وروستي بدلونونه او د سياسيونو پر ځای د نظامي مهرو رامخکې کول ټول د همدې لپاره دي چې له نظامي لاری افغان حکومت تر فشار لاندې راولي.

په کور دننه د مخامخ خبرو د پيل ځنډېدو يو بل افشا شوی جز بيا دا دی چې په ملي امنيت شورا کې سرچينې وايي، طالبان چې د يو شمېر لويو قاچاقبرو، وسله پلورونکو او د لويو بريدونو د طراحانو خوشې کېدو غوښتنه کوي له خپل تحريک سره يې د تړاوو ثبوتونه افغان حکومت ته نشي ورکولی.

امنيت شورا د طالب بنديانو د خوشې کولو تخنيکي ټيم ته ويلي، که تاسو د‌ دغو کسانو په خوشې کولو ټينګار کوئ، نو له خپل تحريک سره يې د تړاوو ثبوتونه موږ ته راوړئ: «د دغو بنديانو د هويت په اړه طالبانو سره يو کاغذ هم نشته. دوی دې خپل اسناد يوې درې اړخيزه خپلواکې او قاطع کمېټې ته وسپاري

دا ټول هغه عوامل دي چې له ټولو خوشبينيو سره، سره د بنديانو د خوشې کېدو او د مخامخ مذاکراتو د پيل پر وړاندې يې خنډونه جوړ کړي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply