هغه مور چې د سرتېري زوی د مرګ خبر په اورېدو يې ساه ورکړه

0 1,112

پروان ولایت کې یوې مېرمن چې د موسی په نوم زوی يې د افغان پوځ سرتېری و او دوه ورځې مخکې غزني کې په شهادت ورسېد، د زوی د مرګ خبر تر اورېدو وروسته يې ځای پر ځای ساه ورکړه.

د یادې مېرمنې زوی چې موسی سالنګی نومېده، دوه ورځې مخکې غزني ولایت کې د طالبانو د برید پر مهال په شهادت ورسېد.

د ملي اردو د شهید شوي سرتېري جنازه نن سهار د پروان ولایت سالنګ ولسوالۍ ته رسېدلې چې نن يې خپل مور سره یو ځای او یوه سیمه کې خاوره ته وسپاره.

د سیمې خلک وایي، د ملي اردو د شهید شوي سرتېري مور باندې د زړه حمله راغلې وه.

خلکو ویلي، دوه اونۍ وروسته د ملي اردو د یاد شهید شوي سرتېري د واده مراسم و او ترتیبات هم ورته نیول شوي وو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply