نیویارک ټایمز اسناد موندلي چې روسیه طالبانو ته پیسې ورکوي

0 508

نیویارک ټایمز د دریو امریکایي چارواکو له قوله د هغوی د استخباراتي شواهدو او اسنادو په استناد راپور خپور کړی، چې ښیي روسیه طالبانو ته پیسې ورکوي چې په افغانستان کې امریکایي او نور نړیوال ځواکونه ووژني.

د امریکایي چارواکو له لوري وړاندې شوي برېښنایي اسناد ښیي چې د روسیې د استخباراتي سازمان له لوري له طالبانو سره اړیکه لرونکي اکاونټ ته لوی مقدار پیسې ټرانسفر شوې دي.

دوی وایي: «دغه اسناد ښیي چې روسیه په دوامداره ډول طالبانو ته پیسې او امکانات برابروي ترڅو هغوی په افغانستان کې امریکایي او نور نړیوال عسکر ووژني.»

که څه هم د دې ادعا په اړه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ناخبري وښوده او دغه شونتیا یې رد کړه، خو اوس د امریکا استخباراتو سره د اړیکه لرونکو چارواکو له لوري د برېښنایي اسنادو خپرولو یو وار بیا له طالبانو سره د روسیې د اړیکو په اړه شکونه راپورته کړي دي.

نیویارک ټایمز وایي، دغه راز څېړنې ښیي چې ګڼ شمېر افغانان هم له دې شبکې سره اړیکه لري او ډېری وخت دغه مالي معاملې د همغوی په منځګړتوب او رول ترسره کېږي.

دوی د افغان چارواکو له قوله ویلي، د دغسې مالي معاملو په شک ګڼ کسان نیول شوي هم دي، چې د (حوالې) له لارې یې شکمنې پیسې ښکته پورته کړې دي: «په هغوی چې شک کېږي ښایي د روسي استخباراتو له لوري د سوداګرۍ په نوم پیسې طالبانو سره اړیکه لرونکو کسانو ته رسوي. دغه ډول یو څو سوداګر د افغانستان په شمال او کابل کې نیول شوي دي.»

نیویارک ټایمز ته یوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط ویلي، له همدغسې یو شکمن سوداګر څخه یې نیم میلیون ډالر د هغه په کور کې نیولي هم دي او په تړاوو یې تحقیقات روان دي.

دغو امریکایي چارواکو اړونده اسناد د ټرمپ ادارې ته سپارلي دي، خو تر دې دمه سپینې ماڼۍ په دې اړه څه نه دي ویلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply