د فساد پر وړاندې سیستم جوړونکې اداره؛ د تړل کېدو په درشل کې

بهیر خپلواک

0 495

ایا پوهېږئ.!؟

اوس ولې د پاسپورت اخیستلو له پاره د شپې وخته له خوبه نه پاڅېږئ؟ او له کومې واسطې پرته، یوازې په څو ساعتونو کې د پاسپورټ ټوله پروسه بشپړولای شئ.

ایا پوهېږئ.!؟ 

نور به موټر تښتوونکي او ترافیکي مجرمین د پټېدو لپاره هیڅ ځای ونه لري، ځکه ټول ښار به په داسې امنیتي کمرو سمبال وي چې د موټرو پلیټونه ولولي او د مجرم په اړه به مرکزي ډیټابیس ته راپور ورکوي.؟ نور به د موټر چلولو لایسنس او آسناد د الکترونیکي کارت په ډول وي.

ایا پوهېږئ.!؟

د ترانسپورتي شرکتونو جواز او د خط السیر کتابچې جوړولو لړۍ، چې پخوا یې ۱۵ ورځې وخت نیوه اوس یوازې ۱۵ دقیقې وخت نیسي او د نوي سیستم په رامېنځته کېدو سره، د دې ریاست په عوایدو کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی.؟

ایا پوهېږئ.!؟

د کوچنۍ او منځنۍ کچې مالیه ورکونکو له پاره، شیندلي دفترونو ته تر یو چتر لاندې د راټولېدو زمینه برابره شوه چې له فعالیدو سره به یې نور مالیه ورکونکي اړ نه دي چې بانک، ګمرک، یوه او بل دفتر ته مراجعه وکړي.

ایا پوهېږئ.!؟ 

نور به هیڅ افغان د هېواد له پولو څخه په آسانه ډول نه شي وتلای، ځکه اوس د پاسپورت سیسټم له ټولو پولو سره د ټکنالوژۍ پر مټ تړلی دی،

ایاپوهېږئ.!؟

له ۷ زره څخه د زیاتو خیالي او یا غیر حاضر دولتی کارکوونکو معاشونه د شخصي جیبونو پر ځای دولتي بودیجې ته راګرځول شوي…

دا او دې ته ورته ټول پرمختګونه، یوازې او یوازې د آسان خدمت ادارې له رامېنځته کېدو څخه سرچینه اخلي.

دغه اداره په وروستیو کې، د ځینو زورواکو له خوا تر هر اړخیزو فشارونو لاندې ده، څو خپل فعالیتونه په ټپه ودروي او یا یې هم را کم کړي. آن دا چې د دې زورواکو فشارونو، د وزیرانو پر پرېکړو هم اغېز کړی او په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د دې ادارې د فعالیتونو خنډونه رامېنځته کوی.

تر هر څه وړاندې لازمه ده، څو د دې اداره په اړه وپوهېږو، چې څنګه او په څه موخه رامنځته شوې ده.

آسان خدمت اداره او موخې یې:

آسان خدمت، له اذربایجان څخه را کاپي شوی جوړښت دی. په افغانستان کې دا اداره د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي.

آسان خدمت، د تولو دولتی ادارو د برېښنايي کېدو په برخه کې د حکومت ملاتړی مسوولیت لري، څو له دې لاري ټول عامه خدمتونه لکه: پاسپورټ، دیپلوم، شهادت نامه، د موټرو چلولو لایسنس او نور اسناد، تذکره، جوازونه، نکاح خط او نور.. په رڼه، چټګه او آسانه توګه وړاندې کړي.

په ټولنیزو برخو کې د منظمو کمپیوټري سیستمونو په مرسته، تر یوه چتر لاندې د ساده پروسو او ټولو اړینو آسانتیاوو سره لکه د موټرو پارکینګ، وړکتون، انتظار خونه، کانتین… د خدمتونو وړاندې کول د دې ادارې لرلید دی.

مخېینه یا شالید:

په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه رسمي سفر، د آذربایجان پلازمینې باکو ولاړ.

نوموړي د دې سفر په ترڅ کې د اذربایجان هیواد له آسان خدمت څخه له نیږدې لیدنه وکړه. په تړاو یې د خلکو رضایت او فساد په له مېنځه وړولو کې د دې ادارې اغېز د ولسمشر د ځانګړې پاملرنې سبب شو.

په افغانستان کې د آسان خدمت ادارې لومړني رئیس، ښاغلي شهزاد آریوبي د دې ادارې د جوړښت را کاپی کولو له پاره طرحه چمتو کړه او په ۱۳۹۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۲۳ نېټه دا طرحه د اقتصاد عالي شورا په ۱۱ مه غونډه کې تصویب شوه.

د دې طرحې له مخې به د کابل ښار په بېلابېلو برخوکي د آسان خدمت ادارې خدماتي څانګې او پل محمود خان ته څېرمه به د دې ادارې مرکزي ودانۍ جوړېږي. د وخت په تېرېدو سره به د دې ادارې څانګې ولایتونو ته هم غځول کېږي، خو دې موخې ته د ښې رسېدنې په موخه اړینه وه، چې د آذربایجان له تجربو څخه ګټه واخیستل شي.

په همدې موخه د ۱۳۹۵ کال چنګاښ میاشتې په ۲۲ مه نېټه، په ارګ کې د وخت مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د آذربایجان هېواد د ټولنیزو نوښتونو ملي ادارې مشر، ښاغلي کریموف تر منځ  یو تړون لاسلیک شو، چې له مخې به یې اذربایجان له افغانستان سره د دې ادارې د مرکزونو په ډیزاین، بشري سرچینو په ظرفیت جوړونه، د سفرونو په تنظیمولو او نورو اړینو برخو کې همکاري کوي.

له څه مودې وروسته په افغانستان کې هم د دې ادارې د جوړښت څرکونه تر سترګو شول او په فزیکي بڼه دې ادارې خپلې چارې د کابل شش درک سیمې له یوه کرایي کور څخه پیل کړي.

د ځوانو او په کار پوه کسانو لپاره دې ادارې سره کار کول یوه هیله وګرځېده او په لنډ وخت کې یې د هېواد مخکښو ځوانانو پاملرنه د ځان خواته واړوله. بالاخره په هر برخه کې یې په کار پوه کسان په دندو وګمارل شول.

په افغانستان کې د آسان خدمت ادارې د بنسټي کېدو ستره موخه دا وه، چې شا او خوا ۴۰۰ عامه خدمتونو تر خپل پوښښ لاندې راولي.

آسان خدمت د خپلو اصلاحي فعالیتونو پیل په کابل کې له پاسپورت ریاست څخه وکړ. دلته بېچلې خدماتي پروسې یې ساده او آسانه کړې او نوی سیستم یې ورته نصب کړ، چې په کم وخت کي یې د زیاتو پاسپورتونو د ویش وړتیا درلوده.

هم مهاله په پاسپورت ریاست کې د خلکو ګڼه ګونه را کمه شوه، چې اوسمهال د دې ادارې پر مټ هیوادوال کولای شي د هیواد له ګوټ ګوټ څخه د انلاین سیستم له لارې د پاسپورت اخیستنې لړۍ لومړني مراحل بشپړکړي او یوازې د بایو میټریک کیدو له پاره ولایتي مرکزونو ته مراجعه وکړي. دې چارې د پاسپورټ اخیستونکو د وخت او لګښتونو په سپما کې مثبت رول لوبولی.

د پاسپورټ اخیستنې به برخه کې د آسان خدمت دې سیستم، پر روڼتیا د خلکو باور پراخ او د ولس او دولت تر مېنځ پر اړیکه یې مثبت اغېز واچاوه.

آسان خدمت ادارې هم مهاله، له کار او ټولنیزو چارو وزارت سره د بهرنیو او کورنیو شرکتونو د کار جواز پروسو پر برېښنايي کېدو کار وکړ. د اونیو کار یې ساعتونو ته را کم کړ او ټول اړوند خدمتونه یې تر یوه واحد چتر لاندې تنظیم کړل.

د دې سیستم تر څنګ یې ورته د کار بازار مدیریت سیستم فعال کړ، څو پر مت یې حکومت ته د کار په بازار کې د شته کدرونو دقیقې سرشمیرنې اسانتیا په لاس ورشي.

آسان خدمت ادارې، له دغه سیستم سربېره د آسان وظیفې په نامه پورټال هم فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د ا پورټال د بشري سرچینو مدیرانو ته په ډېرو ګټورو ځانګړنو سمبال دی. په اتومات ډول د شارټ لیست وړتیا لري او کولای شي په انلاین بڼه د هر نوماند د تحصیلي او تجربوي اسنادو د کره والي په اړه بشپړ راپور ورکړي.

بل خوا دې ادارې د مبایل له لارې د معاشونو ورکړې پروژه پیل کړه، چې اوسمهال په ځینو ولایتونو کې د تطبیق په حال کې ده.

تر دې دمه دې د آسان خدمت اسانتیاوو پر مټ، له ۷۰۰۰ څخه زیات هغه کارکوونکي، چې یا خیالي او یا یې هم په داسې بڼه کار کاوه چې دندې ته نه حاضرېدل، پېژندل شوي او معاشونه یې بیرته ملي بودجې ته استول شوي دي.

د آسان خدمت پر وړاندې شته ننګونې:

پورته ذکر شوي مثالونه د دې ادارې د لاسته راوړنو یوازې څو څو بېلګې دي، هیله ده تر اوسه تاسو ته جوته شوې وي، چې آسان خدمت اداره د فساد په له منځه وړلو کې اغیزمنه شوې او تمامېدلی شي، همدا لامل شو، چې په لنډ وخت کې آسان خدمت اداره په فساد کې د ښکېلې مافیا هدف ورګرځېده. ځینو ادارو د فعالیتو په تر سره کولو کې د آسان خدمت له همکارۍ څخه پر شا شول او ځینو نورو بیا ان له بېلابېلو لارو د دې ادارې د فعالیتونو په وړاندې منفي تبلیغات پیل کړل.

د آسان خدمت پر وړاندې د منفي تبلیغاتو لړۍ ان د وزیرانو تر کچې ورسېده، هغه وزیران چې د دې ادارې په لاسته راوړنو خبر وو په دې منفي تبلیغاتو غوږ ونه ګراوه، خو ځینو نورو بیا ورته د غوږ نیولو تر څنګه د آسان خدمت ادارې لاسنیوی پرېښود.

وروستۍ بیلګه یې د مخابراتو سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمی یادولی شو. دغه وزیر د آسان خدمت د مرکزي دفتر ودانۍ رغولو مخالفت وکړ.

د دې  دفتر ډیزان، چې شا او خوا یو میلیون ډالره لګښت ورباندي راځي، د نړیوالو ستندرونو په نظر کې نیولو سره د ملي تدارکاتو ادارې له خوا اعلان ته ورکړل شوی وه. له ډېرې مودې راهیسې ځینو کړیو آسان خدمت دې څانګې جوړولو ته د ځمکې له ورکولو سره همکاري نه کوله، بالاخره وروسته له ډېرو هڅو دا سیمه تخلیه شوه، خو د ودانۍ جوړولو لپاره د وزارت په کچه هیڅ ژمنتیا نه لیدل کیږي.

په وروستیو کې د وزارت له پلوه د دې ادارې د عامه اړیکو، اداري او منابع بشری څانګې د هاشمي له خوا وتړل شوې تر څو دا اداره پښو وغورځي او نور عام خلک د دې ادارې له ملاتړ څخه لاس واخلي.

اوس اوس دا اداره د احصایې او معلوماتو ادارې پورې وتړل شوه چې د دې ادارې د پرېکړې له مخې باید د آسان خدمت ادارې ټول کارکوونکي د احصایې تر اړوندو څانګو لاندې کار وکړي چې له دې پرې کړې سره نور د آسان خدمت په نامه د ادارې شتون له منځه لاړ شي او په فساد کې د ښکېلو لوریو لاسونو به نور هم خلاص شي.

دا یوازې د دې ادارې د پرمختګ پر وړاندې د ستونزو لړۍ یوه بیلګه ده.  نورې هم ډېرې داسې بیلګې شته چې د آسان خدمت نشتون، تجزیه کېدو او یا هم له منځه وړلو ته لاره برابروي.

حل لاره:

د عامه خدمتونو په ډګر کې، د آسان خدمت ادارې د روڼتیا او آسانتیاوو په رامېنځته کولو هیڅوک سترګې نه شي پټولای.

همدې ارزښت ته په کتو او دا چې آسان خدمت له ۱۴ وزارتونو سره د تړلیو  ټولو عامه خدمتونو په برخه کې کار کوي؛ دا اداره باید د خپلواکې ادارې په توګه د چارو د ادارې له مخامخ څارنې لاندې فعالیت پیل کړي.

یوازې او یوازې د آسان خدمت استقلالیت او  خپلواکي کولای شي، د هیواد په ګوټ ګوټ کې د مرکزونو پرانیستلو له لارې، پر عام ولس د فاسدو چارواکو له لوري د تپل شوې بیوروکراسۍ مخه ونیسي. عامه خدمتونو کې اغیزمنتیا رامېنځته کړي، روڼتیا تضمین، پروسې ساده او نورې اړینې آسانتیاوې رامنځ ته کړي، څو پر مټ یې د ولس او حکومت تر منځ شته فاصله صفر ته راټیټه شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply