ثابته شوه چې طالبان د دین په نوم په پیسو او انعامونو قتلونه کوي

نوید احمد څرک

0 810

د افغانستان جګړه خو هغسې ټول له ضدو نقیضو ارزښتونو او عجايبو ډک دی٬ مګر طالب بيا د دې جنګ تر ټولو عجیب او متناقض لوبغاړی دی .

طالب د روسانو خلاف افغان جګړه خپل اساس ګڼي او وايي چې اول نسل مشرانو یې د پخواني شوروي اتحاد خلاف جنګ کی رول درلود .

دا ډله پخواني جهادي تنظيمونه ګرموي٬ چې د روسي سرتېرو له وتو وروسته يې د کمونيست پلوه حکومت پاتې شونو سره په پټو اختلافونو خپل داخلي اتفاق خراب او د کابل د کنډواله کولو تر څنګ ټول هېواد د شر وفساد په مرکز بدل کړ .

د طالبانو نورې دعوی هم شته٬ چې د ځان او نورو په اړه يې وخت په وخت مطرح کوي.

دلته د وی پر نورو اړخونو د بحث پر ځای پردې تم کیږو چې څنګه طالب په یوه وخت کې د څو قدرتونو لخوا د یو بل خلاف کارول کيږي؟

دا د طالب هوښيارتيا٬ ډېره معامله ګري او که د دوی شاته د نورو لاسونو موجوديت دی؟

له دې لوبې طالب او که نورو زياته ګټه واخيسته او تاوان پکې چا وکړ؟

تازه راپور

د امريکا نيويارک ټايمز ورځپاڼې په يوه تازه راپور کې د خپل هېواد د استخباراتي سرچينو په حواله ويلي چې روسيه دا اوس د طالبانو او امريکا د سولې خبرو له دوام سره هم مهاله هم طالبانو ته په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو پر وژلو نقدي جايزې ورکوي .

د امريکا د ولسي جرګې ريسې مېرمن نانسي پلوسي د دغه راپور د تاييد تر څنګ ويلي چې روسيه په ډېر ظالمانه ډول له امريکا څخه په افغانستان کې د خپلې شرمونکې ماتې غچ اخلي .

نورې تبصرې هم دا دي چې روسيه په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د ماتولو لپاره طالبانو ته لاس ورکوي .

له دې سره د طالبانو منتقدين دا ډله په کامله توګه يوه اجاره شوې نيابتي جنګي ډله ګڼي چې د ورځې په نرخ جنګونه د خپلو بادارانو په اشاره د هغوی د ګټو د تامين لپاره کوي .

په دې برخه کې پاکستان ياديږي چې د طالباني پروژې د موسس او مالک په توګه دغه ډله هره ورځ په نوې لاره رهنمايي کوي او په لاس کې ورکړی ټوپک يې هرځل د يوه نوي دښمن پر وړاندې استعمالوي .

د پاکستان دوستۍ او دښمنۍ نه پخوا معلومې او د معلومو ارزښتونو مطابق وی او نه اوس يا راتلونکي کې معلوميږي .

پاکستان نه مذهبي ارزښتونه لري٬ نه ملي او سياسي او نه هم تاريخي او بل ډول ارزښتونه٬ چې هغو ته ژمن وي او ورته په کتو سره خپل تعاملات مخته يوسي .

پاکستان د امريکا او عربي نړۍ په پيسو د پخواني شوروي خلاف د افغان جګړې په پلانولو بوخت و٬ ميليونونه افغانان يې دی جګړه کې تباه او ځان يې په غلا کړو پيسو د اټومي ځواک خاوند کړ .

اوس د هماغه مات شوي شوروي د وارث په پيسو هغه امريکايي عسکر د طالب په لاس وژل غواړي چې دوی د طالب واکمنۍ د ړنګولو لپاره افغانستان ته لاره ورکړې وه!

که څه هم دوی پر طالب وسله والو امريکايي عسکر نه وژلی شي او نه طالب نور د سولې تړون له لاسليک وروسته امريکا سره جنګيږي٬ خو د امريکا خلاف د جنګ په نوم د افغان وژنې لوبه هماغسې ګرمه ده!

دا رول طالب د تاريخ په يوه تر ټولو ناوړه جنګي رول بدل کړی؛ داسې رول چې نه پکې اسلام او ارزښتونه يې د احترام وړ دي٬ نه د هېواد تاريخي عظمت او نه يې د بې عزته کولو او نابودۍ لپاره د پنجاب نننۍ لوبه د پام او خجالتۍ وړ ده!

طالب نن د دغه رول سره اسير٬ بې عقله٬ مظلوم او محکوم هم دی٬ د ځان ٬ وطن ٬ خلکو او خپلو مذهبي ارزښتونو خلاف په جنګ محکوم جنګيالي !

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply