ولې ډيری ځوانان له بې روزګارۍ سر ټکوي

رفيع الله ارمان 

0 667

کار او زيار د ژوندي موجود / انسان يوه ښکاره ځانګړنه ده؛ چې په هر حال کې که دی وغواړي يا ونه غواړي ترې څرګنديږي او هره شيبه د ځان لپاره يو څه تر سره کوي حتا که هغه د قهوې څښل هم وي! خو ولې ډيری کسان په تيره بيا ځوانان له بې روزګارۍ سرټکوي او د خپلې خوښې په کاربار پسې سر ګردانه دي؟! او بيا هم تش لاس ګرځي؛ په دې ليکنه کې هڅه شوې چې هغه مهمې کړنې يا عادات را وسپړو چې د دندې او يا هم سالمې بوختيا لپاره لاره پرانيزي.

د دولتي دندو او خصوصي کاربار په دې دور کې ډيری لوستي ـ ليسانس ځوانان له بې کارۍ سره لاس او پنچه نرموي، ډيری ځوانان د پوهنتون له فراغت وروسته د يوه مناسب او خپلې خوښې کار بار خيالونه؛ بالاخره زړه ماتی کړي چې له همدې ځايه يا د مسافرۍ لاره ور خپله کړي يا په کور، کلي او ښار کې د نورو غير مسولو بانډونو او وزګارو خلکو د ملګرتيا او لوبو ښکار شي.

ښکاره خبره ده چې د ځوانانو د سالمې بوختيا، دندې او نورو پروګرامونو د سمبالنې چارې د دولت وجيبه ده! خو په فقر، جنګ او فساد ځپلي هيوادونو کې بيرته مخ ځوانانو ته اړول کيږي او د دې ټولو ناخوالو مهارول بيا هم د ځوان نسل مسوليت ګرځي! ځکه ځوانان له تحصيلي او مسلکي دايرې ور اخوا هم د خپلې سر شاره انرژۍ او فکري ځواک څخه په هر حالت کې باید ګټه واخلي، او ضرور په يوه چاره لاس پورې کړي.

په لاندې کرښو کې به واضيح کړو چې له کومې لارې له پوهنتونونو فارغ ځوانان کولی شي لا اقل د يوې سالمې بوختيا خاوندان شي او په خصوصي يا دولتي ادارو کې د کورنۍ، ټولنې او هيواد د ستونزو پر وړاندې و دريږي!

دا چې ورځ تر بلې د عصر او ژوند وسايل تغير مومي او يوه نوې بڼه ځان ته غوره کوي، نو يوازې د پوهنتون ليسانس کافي نه دی؛ پوهنتون يواځې هغه ټولنه ده چې پکې د مسايلو د عمومياتو کړکۍ پرانيستل کيږي او د لسو شلو لارو په منځ کې يوه غوره کيږي، چې همدغه يوه لار تر بريا پورې د رسيدو لپاره متداومو هڅو ته اړتيا لري.

د ښې دندې او موقف د موندلو لپاره د پوهنتون په دوران او بيا تر فراغت وروسته د لاندې چارو ترسره کول بريا ته يو بل ګام ور وړاندې کيدی شو

۱ـ د خپل لوستي ملسک اړوند د کتابونو، مجلې، اخبار او … په دوام داره توګه مطالعه، البته نه يوازې د دندې او بوختيا تر پيدا کيدو پورې.

۲ـ په سيمينارونو، پريزينټيشنونو او غونډو کې ګډون. که په ښارونو کې ژوند کوئ نو ډيرې غونډې او سيمينارونه روڼ اندي او اکاډميک خلک دايروي چې هر څوک پکې ګډون کولی شي، هيڅ نابللی کس يې تر اوسه له دروازې نه دی شړلی، بلکې موخه يې همدا ده چې نوي بې تجربې ځوانان دلته د مسايلو او او روزګار لارې پيدا کړي.

۳ـ له نويو کسانو، استادانو، د ملسک خاوندانو او اکاډميکو خلکو سره ناسته پاسته، ملګرتيا، له تګ لارې او فکر يې څارنه. که څه هم په لمړيو کې به دا درته يوه سرګرداني ښکاره شي چې تاسو په مختلفو عملي، فرهنګي اقتصادي پروګرامونو کې ګډون وکړئ، خو په يوه اجماع کې ګډون به تاسو نور د يوه نوي راز په لور سوق کړي.

۴ـ خپلو ورځنيو چارو او کارونو ته منظم پلان او مهال ويش ولرئ، د کورنيو بوختياو، د ملګرو سره بنډار او نورو ټولنيزو مسايلو په څنګ کې د خپلې ځوانې انرژۍ په مټ هر مسوليت ته چمتو اوسئ.

۵ـ د خپل وخت مديريت او په خپل  نفس قوي باور. د ژوند په درشل کې چې هر ګام اوچتوئ تر مخ يې د برياليتوب واقيقت احساس کړئ.

۶ـ ټلويزيون او را ډيو هم د ورځنيو فعاليتونو يو ارزښتمن اړخ روښانه کولی شي او د روزګار بيلا بيلې لارې ترې زده کيدی شي.

۷ـ هره ورځ د مطالعې تر څنګ يو څه ليکل ضروري دي.

۸ـ د خپلو امکاناتو نه عظمي استفاده، که همدا اوس هم د دندې په فکر کې ياست نو په خپلو ټولو امکاناتو، کسب، مسلک، ځانګړې توانايی، روابطو، ملګرو او نورو لارو چاروې کې يوه حتمن تاسو ته د يوه کار انګيزه او لار در ښودلی شي.

۹ـ د يوې بلې ژبې زده کول؛ په خاصه توګه اينګليسي د اوسني ژوند يوه اړينه اړتيا ګرځيدلې ده.

۱۰ـ د ۸ شميرې پراګراف يوه برخه بيا هم مکررً را اخلو؛ خپلې وړتيا، توان، خلاقيت، هنر او پيشې په اړه فکر کول د روزګار ډيرې لارې در ښودلی شي.

۱۱ـ پاکې جامې، مناسب لباس، د ځان سمبالتيا، خوښ اوسيدل، په شونډو موسکا، له خلکو سره په نرمښت او مينه چلند، په هر ځای کې په کارکيدونکي توکي دي.

۱۲ـ په ټولنيزو، عنعنوي پرو ګرامونو او مجلسونو کې ګډون د ښه موقف، جرات او تجربې بل راز په لاس در کوي.

که پورته دولس او يا خو تر دې هم ډير نور موارد په ځان نه شی پلي کولی نو بيا ملا وتړئ په ښار او بازار کې وګرځۍ له ډيرو کارباريانو، هټيوالو، مستري، فلزکار، خټګر، هوټلي او … د يوه کار چل زده کړئ، که دا ټول نه کوئ او بيا هم کار غواړئ نو  په کورنو کې ناستی به مو هميشنۍ برخه وي، هيڅ کله به له يادو شو مواردو پرته يوه ښه دنده تر لاسه نه شی کړی. او که په خپله بزګري، خټګري او نورو کسبونو ډاډه ياست، نو بيا هم پورته ډيری موارد ستاسو د دغې شخصي بر نامې لپاره هم اړين دي.

که يوه بله جمله هم په پای کې زياته کړم

هغه دا چې ځوان د پورته يادو شوو ټکو په رعايت سره ځوان پاتې کيدلی شي او همدا سپارښتنې يې د انژرۍ او ځواک تقاضا کوي.

په تاندو وريدونو او شيريانونو کې مو تل د هيواد، خلکو، تعليم، تحصيل او خدمت وينه څپانده او بهانده اوسه.

کابل۱۳۹۹/۴/۱۷

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply