بېسواده مارشال دوستم؛

لیکنه: عصمت تره کی

0 1,226

 په تیرو څلورو لسیزو کې په افغانستان کې څو ځله بنسټیز تغیرات راغلل. د تیرو څو لسیزو ډېرو لوبغاړو سرونه وخوړل، ځیني یې واک ته ورسېدل، بیرته وپرځول شول. د سردار داود خان او ډاکټر نجیب په څیر ځیرکو، د نور محمد تره کي په څیر پوه لوبغاړو خپل سرونه وخوړل.

د حکمتیار و مسعود په څير ځواکمن، د مجددي، ګیلاني … په څیر روحاني او د سیاف په څیر مذهبي لوبغاړو باندي ډېر سړي او تودي تیري شوي. کله کله به واک ته ورسېدل، کله به بیا په منډه وه. کله به یې ډېري پيسي او امتیازات تر لاسه کړل، خو کله به یې بیا په غرونو کې شپي وي. خو په دې تولو کې یوازیني کس چې په هر نظام او هر وخت کې بریالی او په واک کې پاتي شو، عبدالرشید دوستم و. کله چې کارمل په واک کې و، نوموړي د برید جنرالي نظامي رتبه واخیسته، له هغه وروسته د ډاکټر نجیب د باور سړی هم پاتي شو. ډاکټر نجیب نوموړي ته ډېر صلاحیتونه او تورن جنرالي رتبه ورکړله، چې وروسته د ډاکټر نجیب د نظام د ړنګیدو یوازیني لامل هم خپله دوستم بلل کیږي.

له هغه وروسته چې کله مجاهدین راغلل، نو د پخواني حکومتونو کارکوونکو او چارواکي ټول له واکه ولویدل، حتی تر دې چې دافغان فوځ جنرالان په پاکستان کې غریبکارۍ او د کراچیو چلولو ته مجبور شول. خو جنرال دوستم د مجاهدینو سره تر معامله وروسته بیا هم په ځواکمن پاتي شو. د مجاهدینو د حکومت لمړي ولسمشر صبغت الله مجددي نوموړي ته د خالد بن ولید لقب او ډګر جنرالي رتبه ورکړه. له دې وروسته طالبانو جنرال دوستم لږ په منډه کړ، هغه موده یې په کراره تیره کړه. له هغه وروسته چې کله حامد کرزی ولسمشر شو، نو بیا هم جنرال دوستم د پخوا په څیر له واک او ځواک څخه برخمن و. د حامد کرزي د واکمنۍ په مهال یې ستر جنرالي رتبه واخیسته. له دې وروسته ولسمشر غني واک ته ورسېد.

د دې خبري ډېري کېدي چې پخواني جنګسالاران به نور ختم شي. هیچاته به سیاسي باج او امتیاز ورنکړل شي. خو برعکس د ولسمشر غني لمړی مرستیال هم جنرال دوستم و. د ولسمشر غني په لمړۍ دوره کې نوموړی د ولسمشرۍ لمړی مرستیال شو، چې د ازبک لږکیو لپاره تر ټولو لوی امتیاز و. مګر دوهمي دوري ته داسي فکر کېدو چې ولسمشر غني پخواني جنګسالارن ځپلي او له صحني يې ایستلي دي. تر ډېره بریده پخواني جنګسالاران او ټوپکوال له صحني نه ایستل شوي هم دي. خو جنرال دوستم د ټولو خلاف په مخ روان دی. د ولسمشر غني په دوهمه دوره کې یې هم له ډېره زوره د سیاسي باج په توګه تر ټولو لوړه نظامي رتبه مارشالي ترلاسه کړه. له دې سره بیسواده دوستم د تیرو څلورو لسیزو تر ټولو خطرناک او بریالی لوبغاړی شو.

خو ډېرو پروفیسرانو، پوهانو او ځیرکو سیاستوال په کې ناکام شو او حتی سرونه یې وخوړل. خو د دوستم د بریا یوازیني راز دادی، چې د خپل قوم یې په ځان راټول کړی.

ازبک که څه هم د کمیت په لحاظ په افغانستان کې کم دي، خو یووالی یې دد ې لامل شوی، چې په تیرو څلورو لسیزو کې ښه ولوبیږي او تر ټولو ډېر امتیاز واخلي. زموږ پښتانه چې کله واک ته ورسیږي، نو خلکو ته شا کړي. بیا نه پخپلو خلکو حساب کوي او نه هم ورته کار کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply