عبدالرشید دوستم ښه دی که خراب؟

لیکنه: محمد اسمعیل یون

0 755

عبدالرشید دوستم ښه دی که خراب؟ په تېرو دېرشو کلونو کې یې څه کړي؟

هر ټولنیز او سیاسي شخصیت چې ارزوئ، نو د حاکمیت او محکومیت پر وخت یې تجربه کړئ. عبدالرشید دوستم ښه دی که خراب ؟ په تېرو دېرشو کلونو کې یې څه کړي؟ دا ټولو خلکو ته معلوم دي، د هغه پر جنایتونو پرده غوړول دا په خپله تر جنایت پورته حالت دی. خو دوستم له ټولو بدرنګیو سره سره یوه ځانګړنه لري ؛ هغه دا چې د یو معلوم دریځ خاوند دی، که څه هم د ده دا دریځ د ده پر خپلو ځاني ، سمتي او قومي ګټو راڅرخي ، خو بیا هم تر نورو ، په تېره بیا تر پښتنو سیاستوالو یې دریځ څرګند دی.

زه د نړۍ پر دویم تصنعي مفکر افسوس کوم چې د خپلې واکمنۍ دوام یې د داسې سترو شرمونو په بیه واخیست ، چې ده یې د خپل محکومیت پر مهال تصور هم نه شو کولای. د غني پاچاهي به څلور کاله وروسته یا وړاندې ختمه شي. خو د دوستم مارشالي به د هغه تر مرګه وروسته هم دوام وکړي. د کرزي پاچاهي ختمه شوه ، خو دا ملت لا هم د فهیم د مارشالۍ کفاره ورکوي .

غني به نه وي ، خو د دوستم مارشالي به ډزېږي. عجیبه خو لا دا ده چې دا مارشالي هم په سیاسي چارو او د سیاسي بنبستونو د حلولو په برخه کې !؟ سړی حیران شي چې هغه کړکېچونه زېږولي او که حل کړي یې دي ؟؟ که د اخلاقیاتو برخه یې هم ور سره یو ځای کړې وای ، نو بیا به یې مارشالۍ ته تر دې هم ښه تو جیه پیدا شوې وای!؟ کله چې ښاغلي غني دا فرمان لاسلیکاوه ، نو ځان سره به یې ښه به یې خندلي وي ، چې همدا ملت ، همدا یې جمهور رییس او همدا یې مارشال!؟ دا ملت دومره کمزوری شوی ، چې زه یې قاتل ته مارشالي ورکوم ، خو دې ملت کې غوړه مالان دومره زیات شوي ، جې بیا هم په رسنیو کې همدا چغې وهي چې « بابا زرکلن شې» .

له قدرت او ځان سره د غني د لېونۍ مینې ځانګړنه د هغه نورو مامورینو او مامورګیو ته هم لېږدېدلې ده ؛ زموږ یو انډیوال و ، د غني د حاکمیت په لومړیو کې له دولتي څوکیو څخه لرې وساتل شو ، نو په خصوصي غونډو کې به یې د غني او په علني غونډو کې به یې د دوستم داسې غیبتونه کول، چې تا فکر کاوه له دې دواړو سره په عمر کې پوخلا نه شي، خو کله چې غني په یو وړوکي وزارت ونازاوه اوس یې نو د غني په صفتونو خوله نه مړېږي او د دوستم پر جنایتونو او مارشالۍ داسې غلی دی ، چې ته به وایې د سړي د لادرکۍ اعلان دې کړی وایی . نو دې ته وایي د اومغلنو سیاستوالو شخصیت ، چې هره شېبه د متضاد تغیر په حالت کی دی، کله چې دې حالت ته ګورم ، نور پر ځان هم بې باوره شم.، نو ځکه خو مې له ځوان نسل څخه هیله ده ، چې زما په ګډون د هېچا پر خبرو باور مه کوئ ، زمو عمل ته وګورئ، ښه عمل د ښه شخصیت لپاره غوره معیار دی ، نه غوړې خبرې او هوایي ژمنې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply