د مهاجرت ژوند

محبوبه اکبر

0 759

د مهاجرت شپې ورځې وې، د طالبانو د‌ زوال کیسې د زياترو خبرونو سرليک وه. زه لا د ښوونځی زده‌کوونکې وم. 

د افغانستان نوی انتقالی دوره پيليده، کرزی راغلی و. په هغو شپو کې پلار مې د افغانستان د ژوند کيسې راته کولې. دا چې دلته هم يو وخت نجونو فاکولتې ويلې، نجونې ښوونکې، ډاکټرانې، پوليسانې او انجينرانې وې. د خپل ماموريت د دورې د ښځينه همکارانو کيسې یې کولې چې په څه صداقت او ښه انګېزه یې وطن ته خدمت کاوه. که سپینه ووايم پلار په همدې وخت کې د وطن د مينې تخم په زړه کې راشین کړ، که څه هم د وطن کیسې یې راته کړې وې، خو په وطن کې د ژوند کولو چانس مو نه درلود. تل به یې ويل چې افغانستان ته لاړ شو ته به حتما پوهنتون وايې. او دا آرمان به راپوره کوې. 

په وطن کې ژوند او تحصیل

هغه ورځ هم راغله چې افعانستان ته راستانه شوو او د لومړی ځل لپاره مو پخپله خاوره کې مو پخپله ژبه خبرې کولو نه خوند واخیست، کوم چې کالونه موږ دا خپلواکي نه لرله. لېسه مې کندهارکې پیل کړه، او له هغه وروسته د کندهار پوهنتون رياضی ډيپارټمنټ ته بريالۍ شوم. که څه هم زما د خوښې پوهنځی نه وه، خو بيا هم ما بايد منلې وای ځکه زه په يوه پښتني او نرواکه ټولنه کې اوسېدم، زما خوښه د حقوق يا اينجينري پوهنځي و، خو پلار اجازه رانه کړه، او خپل دې کار ته یې هم دليل درلود، او زه یې قانع کړم (وجه یې هم په ټولنه کې د ښځي او نر د حقوقو ناانډولي وه) او دا پوهنځی مې لکه لسګونو نورې نجوني د پلار په خوښه پیل کړ. تل به یې راته ويل زويه ښوونه د هر چا کار نه ده. او ښوونې ته په کمه سترګه مه ګوره! ځکه ته انسانان روزې. دا به دې هم په دې دنيا او هم په بله دنيا کې په ښه درشي. مورجانې هم تعليم ته هڅولم، خو د هغې یوازینی مرسته له ما سره په دې کې وه چې ماته د کور مسوليتونه راونه سپاري، تر څو په آرام ذهن درسونه ووايم. 

کندهار پوهنتون لومړی ځل و چې ښځينه محصلينې یې جذب کړې وې. څلور کاله تحصيل په دې پوهنتون کې ماته واقعا يو ستر او ډير د کړاوونو ډکه دوره وه، (کوم چې ما یې هېڅکله فکر نه و کړي) د ځينې استادانو د تعصب او جنسیتی تبعیض څخه نيولې بيا د ټولګيوالو تر ناسالم رقابت، او حتی د خپلې ظاهري څيرې او جامو آزادی نه درلودل، مو ټول هغه ځوړونکی حالت و چې په دې څلورکلنه دوره کې مو تيره کړه، خو زما موخه له دې هفت‌خوان نه تیریدل وه. يو څه سیاسي حالاتو ګډوډي د پوهنځي د ريس ورور وژل کېدل او د يوه سمسټر لپاره بې سرنوښته په کور کې پاتې کېدل هم په دې دوره کې زموږ په تندي ليکل شوي وه. خو هر ډول چې وه پوهنتون ختم شو، زه د دارالمعلمين د سرپرست لخوا چې مخکې زموږ د ليسې مدير و، دارالمعلمين ته وغوښتل شوم او هلته د استادۍ وړانديز یې راکړ. د پلار له مشورې وروسته زه هلته ښوونکې شوم. 

که بدرګه د محبت راسره نه وای 

يک تنها به په خونخوارو لارو تلل څوک؟

په دې وخت کې پلار زما سره لکه مور چې له خپل ماشوم سره قدم په قدم پل اخلي همداسې په دنده کې خپلې تجربې او لارښوونې راسره شريکولې. زه په کندهار دارالمعلمين کې لومړنۍ ښځينه استاده وم. حتی په پوهنتون کې هم ښځينه استادانې نه وې. ما هم لکه نورې پښتنې خويندې ډير پيغورونه، ریشخند خبرې، پوچې او بې‌مانا خبرې اوريدلي دي، خو بيا هم دا خبرې او چلند زما په هوډ او اراده کې هېڅ اغيزه ونه کړه. 

زما محصلين/محصلينې زما په دې مسلک کې يوازیني دلګرمي وه. ښه مې ياد دي لومړۍ ورځ چې زه ساينس ټولګي ته لاړم يوې خواته نجونې او بلې خواته هلکان ناست وه. ټولګي ته په ننوتلو کې د نجونو په سترګو کې مې يو عالم هيلې او د هلکانو په سترګو کې يو ډول تعجب او يو نيم وياړ نه ډک کاته راڅرګند شول. او دوی خپل دا احساسات د ټولګی په پای کې راڅرګند کړل. خو دا چې نجونې لږ کم جراتې وې د ټولګي تر ختميدو پورې یې صبر وکړ او له ټولګي څخه د باندې نجونې ټولې په وار سره ټينګه په غېږ کې نيولې وم او د خوشالي احساسات یې راته څرګندول. دا چې زه د خپلو يو څو پښتنې نجونې د خوشالي او‌لا پرمختګ کولو سبب ګرځيدلې وم دا احساس زه په الفاظو نشم بيانولای، هغه زما د دندې تر ټولو ښه ورځ وه. 

له بلې خوا، متاسفانه چې ځينې ستونزې هم زموږ په اداره کې وې. او ښځینه محصلين او حتی استادانو سره ښه چلند نه کېده‌. او دا ستونزه زه د اداري کارکوونکو له رهبري څخه بيا تر ساده مامورې، د هغوی په ناخبرۍ او له ښځينه کارکوونکې سره په رسمي وختونو کې د چلند کولو په نه پوهيدلو کې وينم!!! 

ځکه د وخت په تيريدو سره له مشر څخه نيولې تر کشره د ټولو په چال – چلند کې ما د پام وړ بدلونونه وليدل. البته په هغو کسانو چې واقعا غوښتل په ځان کې بدلون راولي. 

خو پلار مې د دې هرې پیښې په وړاندې راته داسې مشورې (یا شاید هم یو ډول دلاسا کولم) راکولې چې؛ ته له هغوی سره ښه وکړه، ځکه ته ښوونکې یې او هغوی بايد له تا نه ښه چلند کول زده کړي. 

 د ماسټري مفکوره او پیل

د يو څو کالونو دندې وروسته د ماسټري فکر راته پيدا شو. ماسټري مې خپله هم يو لوی آرمان و. کله‌کله پلار مې زموږ خپلوان او يا د کلي نه راغلي کليوالو ته ويل، دا لور مې ماسټره کېږی له خيره، او تل زه د دوی مخ ته ستايلم، خو د ده موخه دا نه وه چې يوازې ما وستايي، پلار مې تل زموږ نور خپلوان حتی د دوی زامن تعليم ته هڅول. 

د پلار دا ارمان زه نوره هم هڅولم. ويل به مې څه وخت يې دا آرمان پوره کړم؟ لومړی مې د ترکيې بورس ته نوم‌ليکنه وکړه، خو لکه چې په پروسه یې نه پوهېدم. کاميابه نشوم، حتی دوهم ځل بيا پاتې راغلم. دريمه هڅه مې د هندوستان بورسیه وه، دې بورسیې ته تر کابله پورې په شخصی لګښت دوه ځلې لاړم، لومړی ځل امتحان وه، دوهم ځل ويل کاميابه یې اسناد دې راوړه. خو د اسنادو د سپارلو څخه وروسته له بده‌مرغه زما نوم ورک شو. طبیعی ده چې د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې چې څوک واسطه او شناخت ونه لري له دا ډول پېښو سره به مخ کېږي.

په دې وخت کې د خداې په خوښه او رضا مور او پلار دواړه د دې نړۍ نه سترګې پټې کړې. زه پاتې شوم او يوه نړۍ غمونه او ارمانونه!

خو ما خپله موخه او هوډ له لاسه نه وه ورکړي. څلورم ځل د ښوونکو د روزنې د لوی رياست لخوا د سويډن کمېټې د ماسټري د پروګرام مکتوب راغلی و، چې پکې د ښځینه استادانو ګډون ته لومړيتوب ورکړل شوی وه، خو له بده‌مرغه يو څو خودغرضو، تنګ نظرو او جاهلو خلکو نه غوښتل چې په دې پروګرام کې زه شامله شم، حتی مکتوب رانه پټ کړل شوی و. خو ما نه‌غوښتل چې زما حق بل څوک وخوري. ما خپله دا ستونزه د ولايتي شورا د يو – دوه وکيلانو سره شریکه کړه او هغوی دې خیر يوسی له ما سره یې په دې ستونزه کې مرسته وکړه تر څو زه خپل نوم په دې مکتوب کې وليکم‌.

د ماسټري د زده‌کړو لپاره مې بايد ‌لومړی د‌ انګليسی امادګۍ کورس تعقیب کړی وای. کله چې د کابل نه زنګ راغی چې کلاسونه پيل شوي دي، نو ما باید يو اکاډميک سفر ته ملا تړلې وای. ماته وروسته د مور او پلار د مړينې څخه کومه روحي ضربه چې وارد شوې وه واقعا سخته وه چې د يو اکاډميک سفر دومره دروند مسوليت په غاړه واخلم. خو دا چې ما ته خپله موخه مهمه وه هر څه مې د سر په سترګو منلی وه. سفر پيل شو… 

کابل کې د یوې پښتنې په توګه يوازې ژوند، د ليليې شپې ورځې، نوي او زاړه ملګري، ناروغي او ځینې ستونزې ماته دا رازده کړل چې افغانې/پښتنې نجونې هم کولای شي په خپلو پښو ودرېږي، ځانته ژوند او راتلونکی وټاکي. دا چې د کورني ملاتړ او مهرباني راسره وه یو څه یې د دې سفر دروند بار راکم کړی و. خو دا ملاتړ يوازې زما تر کورني پورې محدود و، له نورو خپلوانو نه مو دا خبره پټه ساتلې وه. ځکه دوی د عادت له‌مخې خامخا موږ په کراره نه پرېښودلو، نو بهتره دا وه چې هرڅه مو ترې پټ کړي وای‌. هیره دې نه وي چې کابل کې ما ډیرې ښې ملګري هم پيدا کړې، چې هر یو/ یوه ماته ډير زیات معنوي ارزښت لري.  

د آمادګي کورس په پای کې يوه ډيره سخته ازموينه وه، چې د انګليسی ژبې IELTS ازموينه وه. د نومبر په ۲۵مه دا ازموينه تيره شوه. دا هم يو چانس و. خو د خدای مهرباني زما په برخه وه چې پکې کاميابه شوم. 

د ماسټري پروګرام چې هر رقم وه پيل شو. قرارداد د هندوستان د ممبی ښار، د ټاټا پوهنتون سره شوی و. دا پروګرام نيم انلاين او نيم حضوري کلاسونه درلوده. په شپږ سايکلونو کې ويشل شوي وه چې يو انلاين او يو حضوري بايد مخامخ استاد او شاګرد په صنف کې ترسره شوې وای. همداسې هم وشول. 

هر دوه/درې مياشتې وروسته کابل ته مو تګ کاوه. دوه ځلې د هند ممبی ښار ته لاړو. د لومړی ځل تګ چې زموږ لپاره د بهرنۍ سفر لومړنۍ تجربه وه ډير خوندور و خو هغومره له ستونزو سره مل وه. هغه فکر, خوب او خيال چې موږ درلوده ممبی ته په رسیدو سره په لومړۍ شپه کې په اوبو لاهو شو. موږ د پوهنتون انګړ ته کوز شولو. او د کارولين زموږ د پوهنتون اسیستنتې/همکاره وه موږ ته یې خپل اطاقونه راوښودل. يو ډير وراسته او بوی ناک دهليز ته په ننوتلو مو چت او ديوالونو ته پام شو چې څرمښکۍ پرې ګرځي، او هرې يوې يوه خواته مو ټوپ واهه. کله چې اطاق ته داخل شولو شپږ کسیزه کوټه وه.  ورونه نه قلف کېده. او د ګرمي د لاسه مو ټوله شپه په ويښه تيره کړه. شپه مو تر سهاره پورې په هماغه جامو تيره کړه. سهار چې منشوی زموږ د دې پروژې منيجره راغله موږ خپلې ستونزې ورته بيان کړې، مګر له بده مرغه دا خبرې هغوي ته ستونزې نه ښکاريدې. ښايی دوی به ځان سره ويلی وو چې دا افغانان دي او د يو جنګ ځپلي وطن نه راځي ښه سوتره اطاقونه دې د نورو بهرني محصلينو لپاره به یې وساتو. خو موږ خپله خبره او ستونزې جدی وګڼلې او تر نورو مشرانو پورې ورسولې. تر څو تر ماښام یې موږ يو بل نوي او ډیر سوتره تعمير ته يوړو. هلته يو څه کرار وو. 

درسونه ښه وه، استادان مو زحمتکشه خلک وه. تر مياشت لږ وخت مو ممبی کې تير کړ. ځينې تفريحی او فرهنګي ځايونو ته لاړو او د نژدې مو وليدل. ممبی ډېر سیندونه لري. خو د سیندونو اوبه یې پاکې نه وې. افغانان هلته ډير کم پيدا کيدل. په لومړی سفر کې مو د تيزيس موضوع او لارښود استادان وټاکل. ما يوه ټولنيزه موضوع انتخاب کړه او دا زما په ګټه شوه. ځکه په افغانستان په خاصه توګه کندهار غوندې ولايت کې څيړنه يو د سخترینو کارونو څخه ده. زه د کندهار په ښوونځيو او حتی معارف رياست کې چې ګرځېدم ټولو به داسې راته کتل لکه کوم غيرقانونی کار پسې چې وتلې وم. هره مديره او معاونه به محافظه کاري کاوه، چې هسې نه د څيړنې په پلمه زموږ د رياست يا ښوونځي کيسې تر کوم ځای پورې ونه ورسوي‌! دکندهار د معارف رياست سره مې چې خبرې وکړې، ويل ته همدلته کېنه چې ګورم نيم ساعت وروسته څو کاغذونه يې ماته راکړه چې په هغه کې د کندهار او د ولسواليو د فارغ شويو اناث زده‌کوونکو آمار وه. خو دا شميرنه هېڅ حقیقت نه درلود‌ ځکه د کندهار د هرې ولسوالي د ۴۰ څخه تر ۶۰ ، ۷۰ نجوني فارغانې درلودې، چې دا ښکاره کاذب مالومات وه. خلاصه د دې څيړنې مالومات مې د زړه په وینو راټول کړ.

انلاين درسونه ځان‌ته ستونزې لري، کله د انټرنټ غم وه راسره او کله د برېښنا. له بده مرغه دا دوه کلنه دوره د ژمي په موسم کې ډیره سخته راباندې تيريدله، ځکه برېښنا به نه وه، او د کمپيوټر چارج کول هم پرته له برښنا او يو قوی سولر سیسټم ناشونی وه، خو ما ټول اساينمنتونه کله په ټابليټ او کله په خپل موبايل کې ليکل. ځکه د موبايل چارج کول اسانه وه او دوه پاور بینک مې ورته ساتلي وه. د دې ترڅنګ دا حالت درک کول هندي استادانو ته ستونزمنه وه. کله کله خو دوی هم زموږ د پوښتنو ځوابونه ډير په ځنډ رالېږل. 

دوهم ځل هند ته تګ وخت راورسېد، دا ځلې زموږ ټوله هڅه د تيزيس په دفاع کولو کې وه. د دفاع وخت راورسېده، زما لارښود استاده ډيره مهربانه او تکړه ښځه وه، يوه ورځ مخکې له دفاع څخه ما او زما خوستۍ ملګرې ته چې موږ دواړه د هغې د تيزيس محصلينې وو يوه يوه خلته تحفه راکړه. او موږ یې ډير زيات وهڅولو چې ښه دفاع وړاندې کړو. همداسې هم وشول، له ښه مرغه هندي استادانو زما دفاع خوښه کړه. 

خو يو توپيري چلند موږ افغانان چې هلته حس کړه د ټولګيوالو اړيکې وې. هندي محصلینو زموږ سره هېڅ ډول اړيکې نه ساتلې. يوازې په farewell party کې یې زموږ ښه ميلمه پالنه وکړه نور خلاص. موږ ته د دې خبرې چل مالوم نشو! 

دا سفر هم ختم شو. بيرته افغانستان ته راوګرځيدو، پاتي دوه سايکلونه يو انلاين او يو هم کابل کې جوړ شو. وروستی سايکل په پيليدو کورونا وايرس په نړۍ کې خپور شوي او حتی افغانستان ته هم رارسيدلی و. دا مو د کابل وروستی تګ و. اساينمنتونه او د تيزيس راپور مو هم ولېږل خو لکه چې د فراغت محفل ارمان به مو په زړونو کې پاتی شو!!! 

دا زما د ژوند پيل کړی اکاډميک سفر دی، چې هېڅکله نغواړم دا سفر ختم شی، زه به لږه دمه وکړم خو زما د ژوند بل لوی ارمان په خپل مسلک کې مې پی‌اچ‌ډی دی. زه نېکمرغه یم چې ورور مې تر بل هرچا ډیره پی‌اچ‌ډی کولو ته مې هڅوي.

چا چې وطن کې ژوند کړی وی او نازولي، خواږه ماشومانو ته درس ويلي وي هغه به پوهېږي چې خدمت وطن ته او خپلو خلکو ته څه وړ خوند کوي او څومره په عزت ژوند او مسلک یې په برخه کېږي. 

که کښتۍ د اميدونو مې چيرته ډوبه نشوه 

بيا به ګورې چې څنګه تر منزله رسم؟

دا چې تر دې ځايه پورې څرنګه ورسیدم، څرنګه حالات راباندې تير شوي دي، تاسو سره مې شریکه کړه، خو زما موخه دا ده چې د افغانستان د معارف په برخه کې پر خلاف د هغو کسانو چې زموږ د وطن د اولادونو د تعليم حق خوړي، د ‌هغو ماشومانو د درد دوا شم، د هغو ماشومانو چې زموږ د راتلونکي مشران دي. او سبا ته ورته د اميد سترګې لرو. نن د دوی تعليم او ښه ژوند جوړول زموږ دنده ده. 

د یو پیاوړی افغانستان په هیله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply