امریکا: که طالبان تاوتریخوالی کم نه کړي، د سولې هوکړې د ماتېدو امکان شته

0 530

د امریکایي پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان کېنټ مککینزي له یوې امریکایي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، که د طالبانو له لوري په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه په اوسني ډول روانه وي، د دې امکان شته چې د سولې هوکړه او د سولې هڅې له ماتې سره مخ شي.

نوموړي ویلي: «هغوی [طالبانو] په محتاطانه ډول پر امریکایي او ائتلافي ځواکونو له بریدونو ډډه کړې، خو د افغانستان د امنیتي ځواکونو پر وړاندې یې په لوړه کچه تاوتریخوالي ته دوام ورکړی دی.»

نوموړي ټینګار کړی دی چې که تاوتریخوالی په همدې ډول روان وي، نو د دې امکان شته چې په افغانستان کې د سولې هڅې ټکنۍ شي.

دغه امریکایي جنرال د تېرې پنجشنبې په ورځ له ولسمشر غني سره هم په همدې تړاو خبرې وکړې او له افغان ځواکونو سره د خپلې همکارۍ د دوام ترڅنګ یې په سمدستي ډول د تاوتریخوالي پر کموالي ټینګار کړی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply